کور / تازه خبرونه / کندهار والي او اړونده چارواکو ژړۍ اولسوالۍ ته سفر وکړ

کندهار والي او اړونده چارواکو ژړۍ اولسوالۍ ته سفر وکړ

کندهار افغانستان- کندهار والي نن ددې ولايت د درو غربي اولسواليو د امنيت، حکومتدارۍ او پرمختګ له نژدې وڅاره.
په دې موخه نن په ژړۍ اولسوالۍ کي غونډه جوړه سوې وه چي پکښي د کندهار والي ترڅنګ د ولايت د ملي امنيت رئېس، د ٢٠٥ اتل قول اردو د ارکانو رئېس، د لومړۍ لواء قومندان، د سولي شورا رئېس، د سکتوري ادارو رئېسانو، د درو اولسواليو اولسوالانو او يوشمېر نورو اړونده کسانو ګډون کړى ؤ.
لومړى د اولسوالانو له لوري د امنيت ، پرمختګ او حکومتدارۍ او همدا ډول په دې اولسواليو کي د خپلو ستونزو په اړه غونډي ته معلومات ورکړل.
دژړۍ اولسوالۍ اولسوال نياز محمد سرحدي په خپله اولسوالي کي امنيت ښه وباله خو استخباراتي کړۍ ئې کمزوري وبللې.
نوموړي په خپلو غوښتنو کي د يوې ليليې لرونکي لېسې او يوه روغتون چي د نوموړي په وينا مځکه هم ورته معلومه سوې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د پنجوايي او ميوند ا ولسواليو اولسوالانو هم يادي غوښتني لرلې او په خپلو خبرو کي ئې پر دې ټيکه ټينګار کاوه چي سيميز پوليس دي ډېر سي او هغوى دي د نورو پوليسو په ډول اکمال سي.
والي د يادو غوښتنو تر اورېدو وروسته د هغوى په جواب کي وويل چي پوليس به ور ډېره وي او د هغوى اکمال به هم تر خپله وسه کوي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو د ارکانو رئېس بيا وويل چي د امنيت د ټينګښت په موخه ئې د کلک هوډ ٤ په نامه عمليات پلان کړي او په نژدې راتلونکي کي به پيل سي.