د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت سرحدي پوليسو ٢٠٠٠ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي چي په چاودنو کي ورڅخه کار اخستل کېږي نيولي.
چارواکي وايي چي دا توکي د پاکستان هِواد څخه ننګرهار ولايت ته د راوړلو په وخت کي د دوى له لوري نيول سوي.
په ختيځو ولايتو کي د سرحدي پوليسو د ارکانو رئېس محمد حسين خبريالانو ته په دې اړه په يوه خبري غونډه کي وويل چي دا توکي د دوى د کشفي ارګانو له لوري نيول سوي .
نوموړى همدا ډول وايي چي دا ئې يوه لويه لاسته راوړنه ده او همدا ډول ئې د دې توکو په تړاو دوه تنه چي يو موټر چلوونکى او بل ئې راوړونکى دئ نيولي او اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دي.