فرانس پريس آژانس د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکوي چي طالبانو د لوګر په بره کي برک ولسوالي کي وروسته له هغه ښوونځي سوځلي چي ناټو څو ورځي دمخه ١٨ ملکي کسان پکښي ووژل.
خبر وايي طالبانو دغه ښوونځي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي په غبرګون کي سوځلي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد فرانس پريس آژانس ته ويلي چي د دې پېښي تر شا د سيمه د اوسېدونکو لاس دئ.
په افغانستان کي له څو مياشتو راهيسي د ښوونځيو سوځول خورا ډېر سوي، چي دولت يې پر طالبانو او طالبان يې پر حکومت باندي پړه اچوي، خو په حقيقت کي يې زيان عام ولس ته رسېږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه