کور / تازه خبرونه / کلتور وزارت او پارلمان د تلويزيوني پروګرامونو په اړه خبري پيلوي

کلتور وزارت او پارلمان د تلويزيوني پروګرامونو په اړه خبري پيلوي

داطلاعاتو اوکلتوروزير ملت ته دحساب ورکونې داونۍ په ورځ وويل چې دهغه شميرټلويزيوني چينلونوپه اړه چې بربنډاودافغاني کلتور خلاف سريالونه خپروي دراتلونکي اونۍ په پيل کې کې دولسي جرګې دغړو اودعلماو دشورا په ګډون يوه غونډه ولري .
دکلتورعبدالکريم خرم چې دوري په ٢٢مه يي دچارودادراې دلوي رياست په ودانۍ کې ملت ته دحساب دورکونې ددريمې دورې په ترڅ کې دتير کال دکړنوريپوټ اودروان کال دپلانونوپه اړه خبريالانوته ريپوټ ورکاوه وويل چې تير کال کې يې ښې لاسته راوړنې درلودې .



خرم وويل چې  دکتلور په ساحه کې د تاريخي آبداتو او د لرغونو ساحو ثبت او راجستر کول، ساتل او بيا رغول هېواد ته د لوټ شوو آثارو بېرته راستنول نړيوالو ته د افغاني فرهنګ ور پېژندل دننه په هېواد کې د فرهنګي توليداتو پراخول او هغوی ته وده ورکول ،د فرهنګي يرغل سره د مقابلې په موخه د واټونو او تاسيساتو د نوم ايښودنې، د تجارتي اشتهارونو او لوحو د تنظيم له پاره د ميکانيزمونو جوړول د افغاني فرهنګي ارزښتونو د ځلولو په خاطر د سيمينارونو دايرول د کتاب د صنعت وده او د کتاب لوستلو د فرهنګ پراخول دخپرونو په برخه کې  د رسنيو د قانون د تصويب پروسه پر مخ بيول ،په هېواد کې د آزادو او مسوولو مطبوعاتو د دريځ ټينګول ،د دولتي مطبوعاتو د کيفيت لوړول ،د ازادۍ د مطابعو په پښو درول


داطلاعاتو اوکلتور وزارت  د ځوانانو په برخه کې ، د ځوانانو د پياوړتيا د پروګرام عملي کول


په ټولنه کې د ځوانانو د نقش تحکيمول ،د ځوانانو د ملي پروګرام طرح او عملي کول


 دتوريزم په برخه کې  د توريزم وده او پراختيا، د موجودو امکاناتو په پام کې لرلو سره د توريستي فعاليتونو تنظيمول، نړيوالو ته د افغانستان د توريستي امکاناتو ور پېژندل، د توريزم د ودې له پاره د يوې مشخصې پاليسۍ طرح کول


 


۱ – د فرهنګ په ساحه کې


 


تاريخي آبدات، لرغونپېژندنه او موزيمونه


د افغانستان د ملي پراختیا ستراتيژۍ په دې برخه کې د وزارت له پاره لاندې اهداف ټاکلي دي:


«د فرهنګي شتمنيو بشپړ فهرست به د ۲۰۰۷ کال تر پايه تکميل شي. د افغاني فرهنګی ميراث د بيا راژوندي کولو له پاره به تدابير و نيول شي ، د فرهنګي اثارو د غير قانوني انتقال مخنيوی به وشي او د ۲۰۱۰ کال شاوخوا به تخريب شوي آبدات او آثار بېرته ورغول شي»


د افغانستان د ملي پراختيا په ستراتيژۍ کې پورته ټاکل شوي اهداف که څه هم ډېره عملي بڼه نه لري خو په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې باید دوام وکړي.


د موقتې ادارې له پيل څخه د ۱۳۸۵ کال تر پايه شاوخوا سل تاريخې آبدې ثبت او راجستر شوې وې. تېر کال دغه شمېره تر څلور سوو واووښته. همدا راز د بودجوي ستونزو له کبله هر کال یو محدود شمېر تاريخې آبدې رغول کېږي چې تېرکال هم دې کار دوام درلود.


 


 د لرغونو ساحو د پېژندلو، تثبيتولو او څېړلو کار هم ورځ په ورځ ګړندی کېږي چې يوازې تېر کال تر مخکې څلورو کلونو زياتې ساحې تر پوښښ لاندې راغلې دي. دلته به يې د يو څو مشخصو مثالونو په راوړلو اکتفا و کړو :


» د هرات په لرغوني ښار کې يو ستر او مزدحم واټ د زاړه ښار د مينارونو په مينځ کې تېرېږي چې هم د دغو لرغونو منارونو د تخريب باعث کېږي او هم يې يو ځل بيا د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په ليست کې د هرات شاملېدل و ځنډول. د وزيرانو د شورا، د جمهوري رياست او د نړۍ والې ټولنې سره په ګډو هڅو مو و کړای شول چې د دغه واټ د تړلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړو.


همدا راز په دې هم بريالي شو چې د شخصي ګټو له پاره د اختيارالدين د کلا د استعمالولو مخه ونيسو.


»» د بلخ په ولايت کې د خواجه پارسا مقبره د يو نوي واټ د جوړېدو له امله له خطر سره مواجه وه چې د ولایتي مقاماتو سره د تفاهم له لارې مو دا ستونزه حل کړه.


»» د کابل لرغونی پول چې د «پل سوخته» په نامه یادېږي د یوې تعمیراتي پروژې په ترڅ کې د ړنګېدو تر ګواښ لاندې راغلی و چې د وزیرانو د شورا په مرسته مو د دغې پروژې مخه ونیوله.


»» د جام مينار چې د تېر پسرلي سېلابونو له ګواښ سره مخ کړی و، په ډېرو بيړنيو شرايطو کې د يو استحکامي دېوال د جوړولو له لارې د لوېدو له خطره وژغورل شو.


»» د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د مسلکي اصولو سره سم د يو لړ تاريخي آبداتو کار همدا اوس جريان لري.


»» د ننګرهار، پروان، کاپيسا او لغمان يو شمېر مهمې لرغونې ساحې د سيمو د ولسونو سره د مستقيم تفاهم له لارې د ناقانونه استعمال له خطره و ژغورل شوې.


»» ۰۱۲ امنيتې قوې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ، سره له دې چې مادي او تجهيزاتي امکانات يې خورا محدود او د نشت په شمار دې، په سلګونو پلې او موتويزې ګزمې کړي او څو څو ځله يې د قاچاق وړونکو سره مستقيم برخورد کړی چې دا هڅې د ناقانونه کيندنو د مخنيوي له پاره خورا موثرې وې. د د دغې امنيتې قوې د سربازانو شهامت، زړه ورتيا او وظيفه پېژندنه په خاص ډول د يادولو وړ دي.


د موزيمونو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی. د کابل ملي موزيم ورځ په ورځ د ښه کېدو په حالت کې دی. د مينه والو د ضرورتونو په نظر کې نيولو سره مو تېر کال دا تصميم هم ونيوه چې موزيم د جمعې او رخصتيو په ورځو هم پرانستی وي. د موزيم تجهيزات ښه شوي، د موجودو اثارو د ثبت او راجستر کار په چټکتيا سره پر مخ درومي، د کورنيو او بهرنيو متخصصينو له خوا د اثارو د وقايې، پاک کارۍ او ترميم چارې په معقول او منظم ډول جريان لري او د کدرونو د روزلو له پاره عملي ګامونه پورته شوي دي.


د ولايتي موزيمونو او د تخصصي موزيمونو د جوړېدو له پاره هم پلانونه طرح شوي چې په نېژدې راتلونکې کې به يې په عمل کې پلي کړو.


د دغو سترو برياليتوبونو تر څنګ بايد دا هم ووايو چې د هېواد تاريخې آبدې او تر خاورو لاندې لرغوني آثار لا تر اوسه هم له ګواښ سره مخ دي. تېر کال ځينو دولتي اورګانونو او يو شمېر د خصوصي ګټو خاوندانو د تاريخي آبداتو د تخريب زمينه مساعده کړه : د بېلګې په توګه د بُست د تاريخي کلاوو په ژغورلو کې زموږ هلې ځلې لکه څرنګه چې ښايي بريالۍ نه وې.


سږ کال د ليبيا په طرابلس ښار کې د اسيسکو په پنځمه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په ګډون او د افغانستان په غوښتنه داسلامي هيوادونودفرهنګ وزيرانو د پرېکړې له مخې د غزني ښار په ٢٠١٣ ميلادي کال کې د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه وټاکل شو د اسلامي هيوادونو ددغه تاريخي پريکړې هرکلى د افغانستان په ګوټ ګوټ کې وشو دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په مشرۍ چې د ښاري پراختيا وزير هم ګډون پکې لري يو کميسيون وټاکه تر څو د ٢٠١٣ ميلادي کال لپاره د غزني لپاره منظم د بيا رغونې پلانونه ترتيب او له مخې يې په نوموړي تاريخي ولايت کې د بيارغونې پروسه چټکه شي .


هېواد ته د لوټ شوو اثارو بېرته راوړل


د افغانستان د ملي پراختيا د ستراتيژۍ او د يونسکو د عمومي پاليسۍ سره سم بايد چې له افغانستان څخه ټول لوټ شوي تاريخي اثار بېرته راستانه شي.


تېر کال مو له سويس څخه شاوخوا ۱۵۰۰ تاريخي او اتنوګرافيک آثار چې د سويس د هېواد او يونسکو په مرسته را ټول شوي وو افغانستان ته راوړل. همدا راز له ډنمارک څخه ۴۳۲۰ ټوټې هغه لرغوني اثار چې په بېلابېلو وختونو کې لوټ شوي وو او د هغه هېواد پوليسو نيولي وو بېرته راوړل. په انګلستان کې تر څلورو ټنو زيات لرغوني اثار د هغه هېواد پوليسو نيولي دي چې د تشخیص او لست کولو چارې يې بشپړې شوې دي او اوس يې د بېرته راوړلو له پاره عملي اقدامات پيل شوي. همدا راز د امریکا په متحده ايالاتو کې يو شمېر لرغوني آثار پوليسو نيولي چې زموږ يو لوړ پوړي لرغون پېژندونکي يې د تشخيص چارې تر سره کړې دي او په راتلونکو څو اونيو کې به افغانستان ته تسليم شي.


په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم په خورا ګڼ شمېر افغاني لوټ شوي اثار شته چې د بېرته راوړلو له پاره يې هڅې روانې دي.


نړۍ والو ته د افغاني فرهنګ ورپېژندل


په دې برخه کې تر ټولو مهم او ارزښتناک کار په اروپا کې «د باختر د خزانې نندارتون» دی چې په پاريس، د ايټاليا په تورينو او د هالنډ په امستردام کې داير شو. په مجموع کې نېژدې درې سوه زرو علاقه مندانو د افغاني لرغونو اثارو ننداره و کړه. د همدغو نندارتونونو کتلوګونه په فرانسوي، انګليسي، ایټالوي، هالنډي، پښتو او دري ژبو په خورا عالي کیفیت چاپ شول چې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر به د دغو تاریخي خزانو په اړه معلومات په پراخه کچه او په دوامداره توګه مینه والو ته په لاس ورکړي.ټاکل شوې ده چې يوه مياشت وروسته د باختر د خزانو دغه نندارتون له اروپا څخه د امريکې متحده ايالتونو ته وليږدول شي چې هلته به په څلورو ايالتونو کې نندارې ته وړاندې شي .


په بهر کې د افغاني موسيقۍ نندارې هم سږکال تر پخوا زياتې بريالې وې. په پاريس کې د مولانا د کال د لمانځنې په ترڅ کې افغاني هنرمندان خورا ښه و ځلېدل او په ازبکستان کې په يوه سيمه ي يزه سيالۍ کې افغاني موسيقي دريم مقام و ګاټه.


 


د سارک د فرهنګي فعاليتونو په چوکاټ کې مو هم د خپل هنر او فرهنګ ګڼې بېلګې بهر ته واستولې چې خورا ښه هرکلی يې وشو.


دننه په هېواد کې د فرهنګي تولیداتو پراخول او هغوی ته وده ورکول


له فرهنګي يرغل سره د مقابلې ترټولو اغيزمنه لار په خپله په هېواد کې د فرهنګي توليداتو ډېرول دي.


په دې برخه کې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، هم مدني ټولنې، هم نړيوالو مرستندويانو او هم داخلي خصوصي سکتور د قدر وړ هڅې کړې دي. تېر کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر پخوا زيات د دغه ډول هڅو د پيل کولو او تشويقولو وياړ درلود.


»» د ملي تياتر له لارې او د نورو کورنيو او بهرنيو همکارو موسسو په مرسته ګڼ شمېر تياتري نندارې جوړې شوې چې ملي راډيو تلويزيون يې په خپرولو کې فعاله ونډه درلوده. په لسګونو تياتري نندارې د ملي راډيو تلويزيون له لارې خپرې شوې چې د مولانا جلال الدين بلخي ژوند ، د جدي د شپږمې په ياد او د ميرويس نيکه د ژوند په اړه د تياتر د کارمندانو له خوا جوړه شوې ننداره په خاص ډول د يادولو دي چې د ملي راډيو ټلويزيون د کاروکوونکو هڅې هم پکې ډيرې د ستايلو دي .


»» د فلم په ساحه کې هم یو نوی خوځښت پيل شوی. خصوصي سکتور تر پخوا ډېر فعال دی او افغان فلم هم ورو ورو د رکود له حالته راوځي. سږکال افغان فلم څو مستند فلمونه توليد کړل چې د تلويزیون له لارې و ښودل شول او د «پير چراغدار» تر سرليک لاندې د مولانا جلال لادين بلخي د ژوند کيسه هم تر کار لاندې ده چې ژر به بشپړه شي. د ننګرهار د بيارغونې په اړه مستند فلم جوړ شوى او د کابل او يو شمير نورو ولايتونو هم تر کار لاندې دى.


»» د موسيقي د تشويق له پاره د وزارت په ابتکار د هېواد د بېلابېلو ولايتونو هنرمندان کابل ته راغلل او د سولې د مشاعرې په ترڅ کې یې خپلې هنري ټوټې واورولې. همدا راز ملي راډیو تلويزيون ګڼ شمېر اصيلې افغاني سندرې او نغمې ثبت کړې دي.


»» د خطاطۍ او ترسميي هنرونو نندارتونونه د وزارت له خوا جوړ شول بله ښکاره بيلګه يې د خطاطۍ د هنر کتاب چاپول وو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا چاپ شو . همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپلو ټولو امکاناتو د خصوصي سکتور او نړيوالو مرستندویانو په مرسته د جوړو شوو هنري نندارتونونو ملاتړ کړی دی او په استقلال ليسه کې د خطاطۍ د نندارتون جوړول يې يوه ښه بيلګه ده .


د افغاني فرهنګي ارزښتونو د ځلولو په خاطر د سيمينارونو دايرول


د هېواد ګڼ شمېر فرهنګي څېرې په مرکز او ولایاتو کې د سیمینارونو په ترڅ کې و نمانځل شوې. تېر کال د مولانا جلال الدین بلخي نړۍ وال کال و چې په هيواد کې د ننه او په پاريس کې ولمانځل شو . د دې تر څنګه د مخفي بدخشي، استاد خلیل الله خلیلي، استاد احمد علي کهزاد او محمد موسی شفیق په ویاړ سیمینارونه هم د یادولو دي. د ننګرهار ملي راډیو تلویزیون د موسی شفیق د سیمینار له پاره د هغه شهید د ژوند په اړه یو مستند فلم هم تولید کړ چې دا کار تر دې پخوا نه و شوی.يعنې په يو ولايت کې په دې کچه نه وو جوړ شوى .د سولې ګډه مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه بل نوښت وو چې د جګړه ځپلو سيمو شاعران او د پښتونخوا يو شمير شاعرانو برخه پکې لرله مشاعرې دوه ورځې دوام وکړ موخه دا وه تر څو جګړه ځپلو سيمو ته شاعران له ځان سره د سولې پيغام ورسوي په دغه مشاعره کې د هيواد له لسو ولايتونو څخه محلي سندغاړو هم برخه لرله چې سندرې يې ثبت او د ملي ټلويزيون له لارې خپريږي.


د سولې د ګډې مشاعرې د شعرونو ګډ کتاب په نيږدې راتلونکې کې له چاپه را وځي دغه راز به په مشاعره کې ويل شوي شعرونه هم ډير زر د سي ډي په واسطه مينوالو ته ورسيږي.


د کتاب د صنعت وده او د کتاب لوستلو د فرهنګ پراخول


تېر کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دېرش عنوانه کتابونه چاپ کړي دي چې دا شمېر د وړاندې کلونو په پرتله پینځه چنده زیات دی. خو وزارت په دې نظر دی چې باید اوس په افغانستان کې د کتاب د صنعت ډګر کې د خصوصي سکتور ونډې ته ډېره پاملرنه وشي نو ځکه د کتابونو چاپول يواځې د وزارت کار نه بولي . برعکس له خصوصي سکتور سره مرسته او هغوی ته د قانونمند فعاليت زمينه مساعدول خورا مهم ګڼي.


د لومړي ځل له پاره وزارت په کابل کې د کتابونو يو داسې نندارتون جوړ کړ چې برخه اخيستونکي یې یواځې افغان کتاب پلورونکي او کتاب خپروونکي وو. په دغه نندارتون کې په لسو ورځو کې د شاوخوا یو مليون افغانيو په ارزښت کتابونه و پلورل شول.


د کتاب لوستلو د فرهنګ د پراختيا په موخه د عامه کتابتونو د بيا فعالولو چارې هم ګړندۍ شوې. تېر کال وزارت د هېواد عامه کتابتونونو ته نېژدې شل زره ټوکه کتابونه ورسول چې اکثریت یې د افغانو ليکوالو اثار وو او افغانو کتاب خپروونکيو چاپ کړي وو.


د کتاب د صنعت وده او د کتاب لوستلو د فرهنګ پراختیا د یوه هر اړخيز، معقول او پر علمي اصولو ولاړ سیاست ته اړتیا لري چې دا طرح د «کتاب سیاست» تر سرلیک لاندې وړاندې شوه او کار پرې پیل شو. سره له دې چې د انکشافي بودجې له لارې د دغې پروژې تمویل له يو لړ ستونزو سره مخ شو خو پرمختګونه د پام وړ دي. تېر کال افغانستان د نړۍوال آی اېس بي اېن غړيتوب تر لاسه کړ چې په قانونمنده فضا کې به د کتاب د صنعت له ودې سره مرسته وکړي. د عامه کتابتونونو د سروې چارې روانې دي او هیله ده چې ډېر ژر به د دغو کتابتونونو د تجهیز او بیا فعالولو له پاره یو بشپړ عملي پلان جوړ شي. همدا راز د کتابدارانو د مسلکي کولو په خاطر یو لړ مهم اسناد له انګلیسي ژبې پښتو او دري ته را اړول شوي دي. د کتاب لوستلو د فرهنګ وده د فرهنګ د ساحې د ټولو مستقیمو او غیر مستقیمو همکارانو تر منځ د هڅو او امکاناتو شریکول غواړي. د کندهار د عامه کتابتون ، د پکتيا د عامه کتابتون ،د هلمند د عامه کتابتون، د زابل د عامه کتابتون، د هرات د عامه کتابتون ،د اروزګان د عامه کتابتون ، د ننګرهار د غني خېلو، د کابل د شپاړسمې ناحیې، د غور د چغچران او د کندز د امام صاحب د عامه کتابتونو د بیا فعالولو په موخه د محلي اورګانونو او نړۍوالو مرستندویانو ملاتړ هم ترلاسه شوی و او په نوموړو ولايتونو کې عامه کتابتونونه غني کړاى شول.


د يادولو وړ ده چې د نوموړو کتابتونونو د پياوړي کولو په خاطر د ديرشو زرو امريکايي ډالرو په شا او خوا کې کتابونه له بازار څخه اخيستل شوي دي .


 


دغه راز د کندز ،خوست ،دايکندي او پکتيکا ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونه د کاري وسايلو له درکه تجهيز شوي دوو ولايتونو ته دغه وسايل ليږل شوي او دوو نورو ته به ډير ژر ورسول شي .


د واټونو او تاسيساتو د نوم ايښودنې، د تجارتي اشتهارونو او لوحو د تنظيم له پاره د ميکانيزمونو جوړول د واټونو او دولتي تاسيساتو د نوم ايښودنې کميسيون او د لوحو او اشتهاراتو د تنظيم کميسيون په تېر کال کې د دغو چارو د قانونمند کېدلو په لار کې اغيزمن ګامونه اخيستي دي چې په کابل کې د ځينو انګليسي نومونو اړول او د طبيعي منظرو د ښکلا په خاطر د ګڼو تجارتي اعلانونو لېرې کول د دغو کميسيونونو د برياليتوب بېلګه بلل کېدای شي د يو شمير د ودونو د صالونونو د نومونو د بدلولو لړۍ دوام لري او له يو شمير شنو ساحو څخه د اشتهاري لوحو د لرې کولو لړۍ هم پيل شوې ده .د نشراتو په ساحه کې د افغانستان د ملي پراختيا ستراتيژي وايي چې په افغانستان کې به «د رسنيو د ازادۍ او ګڼ نظرۍ حفاظت کېږي او او په ټول هېواد کې به د ټولو افغانانو ، ښځو او نارينه وو، رسنیو ته دلاسرسي شرايط برابرېږي چې په دې ډول د يوې پرانستې ديموکراتيکې ټولنې وده مساعده شي».په تېر کال کې ولسي جرګې د رسنيو پر قانون کار وکړ چې وزارت د درې ګونو قواوو د بېلښت د اصل په نظر کې نيولو سره د عامه اذهانو او ولس د نماينده ګانو د معلوماتو په برخه کې خپلې هڅې نه دي سپمولې.په خپله وزارت او د رسنيو د تخلفاتو د بررسۍ کميسيون په خپل وار هڅه کړې چې په هره ممکنه وسيله د رسنيو له پاره خوندي فضا ايجاد کړي که چېرې په تحليلي بڼه و څېړل شي او هغه موارد چې مسووليت يې مستقيماً د افغانستان د ملت او حکومت د وسله والو مخالفينو په غاړه دی نو په مجموع کې د افغانستان حکومت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د ازادۍ د حفاظت په چاره کې د پام وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی. سره له دې هم بايد د هغو ژورناليستانو ياد دروند وساتو چې په بېلابېلو واقعو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


د ملي راډيو تلويزيون شبکه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پراخه شوې (بادغيس،   وردګ، کاپيسا، دايکندي، نيمروز، باميان )او تجهيزات يې نوي شوي دي چې په دې ډول معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي کچه د ملي پراختيا له غوښتنې سره سم لوړه شوې ده. اروپا ، امريکا او استراليا ته د ملي راډيو تلويزيون د خپرونو غزېدل له خپل هېواد سره د بهر مېشتو افغانانو د اړيکو د لاټينګولو له پاره یو بل غوره ګام دی چې واخيستل شو. د تلویزیوني خپرونو څلېرويشت ساعته کېدل هم یو ستر بری ګڼلای شو.که د ملي راډیو تلویزیون خپرونې د کيفيت له لحاظه هم د پخوا په نسبت ډېرې ښې شوې دي او د هېواد والو رضا يت يې حاصل کړی دی له ولايتونو څخه د بيآ رغونې رپوټونو ته تر بل هر وخت ډيره توجه شوې د لرغونو شتمنيو د پيژندلو لړۍ هم په ټول هيواد کې په چټکۍ سره روانه ده ، خو د چاپي رسنيو عمومي وضع لا تر اوسه د قناعت وړ نه ده. د دغې ستونزې عمده علت د بودجې کمښت او نا متناسب تشکيل دی. بيا هم د کندهار د طلوع افغان بيا فعالېدل او هره ورځ خپريدل زموږ د هڅو يوه ښه بېلګه ده.


 


ازاد مطبوعات تر پخوا لا ډېر غوړېدلي دي او د مسلکي پخوالي پړاوونه په چټکتيا سره وهي. تېر کال افغانو ژورناليستانو د افغانستان له پاره د ژورناليزم د اخلاقو پر اصولنامه کار وکړ. د ملت د بابا د مړينې، د امن د جرګې او د مذهبي ورځو د لمانځنې پر مهال ټولو ازادو رسنيو خورا مسوولانه دريځ غوره کړی و چې وزارت يې په خپل وخت ستاينه وکړه.


د افغانستان عامو وګړو او د علماوو شورا د ځينو نشراتي ارګانونو د فعاليت له امله نا رضايتي ښکاره کوي خو د بيان د ازادۍ او د مسوولو رسنيو د ودې له اهدافو سره سم وزارت هڅه وکړه چې پر دغې موضوع د رسنيو د مسوولينو سره په ګډه د تفاهم له لارې کار وکړي.


د رسنيو د کار د قانونمند کولو په موخه د تلويزيوني رسنيو د تمويل د منابعو د څېړلو او ارزولو له پاره يو کميسيون جوړ شو چې د تلويزيون د خپرندويو موسسو په مستقيمه همکارۍ فعالیت کوي.


 


همدا راز رسنيو ته د بهرنيو موسسو له خوا د مستقيمو مرستو د معلومولو هڅې پيل شوې دي. دا کار به د رسنيو تر منځ د سالم رقابت او شفافيت له پاره خورا ګټور ثابت شي.ددغه کار لومړى پړاو تکميل شوى نور کار هم بايد وشي ځينې رسنۍ لکه څنګه چې ښايي په دې برخه کې همکاري نه کوي .۳ – ځوانان


د ځوانانو د پياوړتيا پروګرام چې په امتحاني ډول د هېواد په شپږو ولايتونو (باميان، بلخ، فراه، کابل، کندهار او ننګرهار) کې ملګرو ملتو د هبيتات موسسې په مرسته پيل شوی و تکميل شو چې ۲۴۰۰ ځوانان ، چې نيمايي يې نجونې وې، ترې مستفيد شول. اوس به له ارزيابۍ وروسته د پروګرام ضعيف اړخونه اصلاح شي او ټول هېواد ته به و غزول شي.


د ملګرو ملتونو د وګړيو د ادارې unfpa په مرسته د کابل په پينځمه ناحيه کې د ځوانانو د خبرتيا د لوړولو پروګرام پيل شو چې ۵۷۰ تنو ځوانانو یې د انګليسي ژبې، کمپيوتر، مدني تعليماتو او رسامۍ له پروګرامونو څخه مستقيمه ګټه واخيسته.


د کابل ولايت په ۹۹ لېسو کې د ازادو او مستقيمو انتخاباتو له لارې د ځوانانو د پارلمان لومړي سل تنه استازي و ټاکل شول چې د ملي شورا په مرسته يې د پارلماني فعاليتونو په برخه کې بريالۍ تجربه لاس ته راوړه.


د هېواد په پينځو ولايتونو (باميان، بلخ، کندز، ننګرهار او هرات) کې د ځوانانو د معلوماتو او ارتباط مرکزونه جوړ شول چې په سلګونو ځوانانو ته يې د مسلکي زده کړو د کار ميندنې د لارو چارو په هکله خدمات عرضه کړل.


د بلخ، بدخشان، خوست او کابل د ولايتونو يو شمېر ځوانان د لنډې مودې له پاره هندوستان ته واستول شول چې د هغه هېواد له ځوانانو سره خپلې تجربې شريکې کړي.


۴ – توريزم


ادامه …