کور / شعر / د لــوګرشهــیدان

د لــوګرشهــیدان

راته بیا مي خوارزړګئ پـــه درد اختــه شو
په کوګــل کښي مي اور بل تــــور لولپه شو
کندهار کښي شهــــیدان په ویــنو رنــګ دی
چي لــوګر مي د مرګو په ویــــر اختـــه شو
هـــره ورځ نـــوی ماتــــم دی چي راږیږي
لــراوبروطـــــــن په اور کي سره لمبه شــو
ځـــوانه پورته دشــمـلې تاج را اوچت کـړه
ښارد کوټي د ظالـــم مرګي کــــوربه شـــو
لابه څومره سترګي پټي کـــاڼه ګـــــرځــو
خپله پـــړیـــوخارجي راتـــه پلـــمه شـــــو
پر خپل کوراوخپــل اولاد مورحــم وکړئ
چي کاروان داوښکو تـل د دوی میلمه شــو
ولي زمـــوږپه کـورکي تـوره تـــاریکه ده
د یــــووالي بل څراغ په زلـــزلــــه شــــو
د قــلم اود بیــــان پیغـــام اوچــت کــــړئ
چي راتلونکي ته ولاړ پرخپل موټه شــــو
زما د زړه پیغـــام که اورې لـــراو بــــره
فکروکړئ ټول وطن مو هـــدیـــــره شــو
افغانانو راځی لاس په لاس کي ورکـــړو
امانــــزیه لوړ عـزت له به ستـــا نـــه شو

ناروي ۰۶جون۲۰۱۲