کور / هراړخیز / موږ ولې وزګار يو

موږ ولې وزګار يو

ملي احساس ورځپاڼه:

د کار نړيوالې ټولنې په افغانستان کې خلکو ته د اوږدمهاله کارونو د ميندلو په لورې يون تر سر ليک لاندې په خپل تازه خپور شوي راپور کې د دغه هېواد د وزګارو کسانو شمېر تر اتو لکو زيات ښودلى او ويلي يې دي چې د افغانستان شپيته سلنه کاريګر په کرکېله بوخت دي.
که دې راپور ته وکتل شي نو په هېواد کې د وزګارو کسانو ستونزه رښتيا هم د اندېښنې وړ ده، ولې زما له نظره اصلي ستونزه په دې کې نه ده چې دلته د کار لپاره موقعې نه شته بلکې ستونزه په دې کې ده چې خلک اوس په کمو پيسو کار نه کوي.
زه له کلي په هغه لاره ښار ته راځم چې هر سهار ځوانان د ورځني کار لپاره د کار خاوندانو لپاره ولاړ وي، دوى کله چې کوم څوک وويني چې ياره دا به مزدورکار ته اړتيا لري نو لاس په لاس څو تنه ورمنډه کړي ترڅو يې ورځ خوشي تېره نه شي، او تر مازديګره ځانته څو پيسې پيدا کړي.
رښتيا هم څه موده وړاندې کله کله به داسې ورځ هم راغله چې دومره مزدور به نه پيدا کېدو چې تا به پرې يوه لوټه اوبه له منګي راخيستې واى، خو د دې راپور له خپراوي څو ورځې وړاندې په ناڅاپي ډول مې دې لوري ته سترګې واوښتې او ومې ليدل چې دومره مزدوران ولاړ دي چې ته به وايې ټول ښار په مزدورۍ پسې راوتلى دى.
ورته خپه شوم او بايد په دې خپه شو، ځکه:
کله چې په سيمه کې بې کاري زياته شي امنيتي ګواښونه هم رامنځته کېږي، ځکه که خلک بې کاره شي په معمولي ډول وږيکېږي، په پښتو ژبه کې يوه خبره ده، چې وايي:” د غريب چې لاس ودريږي خوله يې هم دريږي.” دلته د خولې له درېدلو مطلب لوږه ده، دا خو بيا د بشر خاصه ده کله چې وږى شي په يوه کار هم صرفه نه کوي، چې په دې کې امنيتي ګواښونه او ستونزې هم رامنځته کېږي.
خو همدې اندېښنې ته په کتو مې له مزدورکاروځوانانو سره خبرې وکړې، له دوى مې عجيبې او غريبې خبرې واورېدې.
دې مزدورکارو ځوانانو راته وويل:” موږ به مخکې کله چې چا مزدورۍ ته بوولو نو ډېرې پيسې به يې راکولې، خو د کار خاوندان هغه پيسې چې مخکې يې راکولې اوس يې نه راکوي، په دې اساس موږ نه ورسره ځوو، همدا سبب دى چې د مزدورکار ځوانانو شمېره زياته شوې ده.”
په دې خبرو مې فکر وکړو چې ولې دا کار شوى، مزدوري ولې کمه شوې ده؟ په پاى کې دې پايلې ته ورسېدم، چې دې ځوانانو ته مخکې مزدورۍ په ډالرو ورکول کېدې، اوس چې ډالر کم شوي دي خلک په کمو پيسو قناعت نه کوي.
اوس خبره دا ده چې که چېرې موږ قانع نه شو، د شرايطو سره سمې مزدورۍ ونه کړو، د کار نړيوالې ټولنې، د راپور احصايه به په راتلونکي کال کې له دې هم ډېره لوړه شي.