خوست والي عبدالجبار نعيمي : د موبايل ټيلفونونو څخه دي د غيراخلاقي ويډيوګانو د استعمال مخه ونیوله شي.
کورنۍ بايد دخپلو اولادونوسالمې روزنې اوپالنې ته جدي پاملرنه وکړي اودټولو هغه ناروا او غيرې اخلاقي کړنو اوټولنيزو فسادونوپه وړاندې بايد مبارزه وکړي کوم چې ځوان نسل له سمې لارې منحرف کوي،دغه څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دغبرګولي دمياشتې په ١٩نېټه دجمعې په مبارکه ورځ دشګې کلي په لوى جامع جومات کې دجمعې دلمانځه له اداء کولو وروسته دسلګونو لمونځ کوونکوپه وړاندې په ډاګه کړې.
خوست والي دشګې کلي په لوى جامع جومات کې په سلګونولمونځ کوونکوته په خپله وينا کې وويل:ډيردخوښۍ اوخوشحالۍ ځاى دى چې دولايتي له ټولې رهبرۍ سره يوځاى دشګې کلي له اوسيدونکوسره يوځاى دسولې ،املي اواسلامي ورورلۍ په فضاء کې دجمعې مبارکې ورځې لمانځ اداءکړ،خوست والي په خپلو خبروکې دکورنيو په مشرانو باندې غږ وکړترڅو خپل اولادونه په اسلامي فکر،روحيې اومفکورې ورزي اوټولې کورنۍ بايدخپل اولادونه ترجدي څارنې لاندې ونيسي دده په خبره يوشميرځوانان په خپلو ټيلفونونوکې غيرې اخلاقي ويډيوګانې ،کليپونه اويانورداسې ناروا غږونه اوپيغامونه ساتي چې په بشپړه توګه داسلامي اصولواو لارښوونو خلاف عمل بلل کيږي ده زياتوله چې دټولنې هرفردبايد په اسلامي مسووليت سره دداسې ناروا کړنوپه وړاندې جدي عمل وکړي اوژر ترژردې په ټيلفونونو اوکپيوټرونو کې ددغه غيرې اخلاقي اوبې حيا ويډيوګانو مخنيوى وکړي .ځکه چې دغه ډول غيرې اخلاقي کړنې او اعمال دځوانانو ژوند ،راتلونکې اوبرخليک ته لوى زيان اړوي اوددې هېواد راتلونکې له سترګواښ سره مخ کوي اوپه ټولنه کې ټولنيز فسادونه زياتوي.
ښاغلي نعيمي دولت دولسونو دخدمت لپاره دداسې بنسټ په توګه ياد کړچې هدف ،تګ لاره اوکړنې يې ټولې دولسونونيکمرغۍ ،هوساينې اوپرمختګ لپاره وي ،اوهغه کسان چې ددولت په چوکا ټ کې ولسونوته خدمت کوي په واقعيت کې ددې ولس پچيان دي ،چې په پراخه توګه دخپل ولس همکارۍ اومرستې ته اړتيا لري ،ده داهم وويل هغه کسان چې په اداري فساد،بې عدالتيو،بدمرغيو ،نارواکړنو،شيطاني دسيسو،پلانونو ،غصب اويانورو مافيايي ولس ضد کړنوکې لاس لري دغه کسان په واقعيت کې دخپل نظام او ولس دښمنان بلل کيږي کوم چې نه غواړي دغه مظلوم ولسونه له بدمرغيو اوبې عدالتيوڅخه خلاصون ومومي ،نوموړي خلکوته ډاډ ورکړچې ولايتي اداره په اسلامي مسووليت سره دداسې کسانو دکړنو زغم نه لري بلکې ټولو هغه مفسدو کسانوته چې دخپلوشخصي نارواګټودخونديتوب لپاره دولسونوګټوته زيان رسوي نيسي اودمجازاتولپاره يې دعدالت منګولوته سپاري.
ښاغلي عبدالجبارنعيمي له خلکووغوښتل ترڅو دهغه تبليغاتو مخنيوى وکړي کوم چې دهېواد،خاورې او اسلام دښمنان يې دديني علماو،قومي مشرانو ،امنيتي ځواکونو بلکې دولسونو دخدمتونو کوونکوپرضديې کوي اوغواړي په دې سره دولسونوپه فکرونوکې تشويش راپيداوله دې لارې ګډوډۍ ،بۍ امنۍ اوبدمرغۍ رامنځته کړي ،دده په خبره دغه دخلکودښمنان د قومي شخړو،ناروا تبليغاتو ،تربګنيو،ماين چاودنو ،غلاو،اختطاف اوورته نورو ناروا کړنو او اعمالو په اساس غواړي ددولت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي اوپه دې سره دخپلو شومو پلانونو دپلي کيدولپاره زمينه برابرکړي. نوموړي ويل که ولسونه بيدارنشي ،خپل اسلامي مسووليتونه اوجائب په سمه توګه درک اونه پيژني دلويوبدمرغيو سره به مخامخ شي نوپه کارده چې خلک دخپل اسلامي نظام سره په هره برخه کې لازياتې همکارۍ اوسرښندنې ته چمتوشي .
همداشان خوست والي په خلکوداغږ وکړ چې لاړشئ په ولسي قوت سره خپل هغه ناراضه وروڼه چې ددولت سره وسلوال مخالفت کوي اودخپلو ولسونو ژوندته زيان اړوي ،راولئ اودسولې دملي پخلاينې اوبهيرسره يې يوځاى کړئ ترڅو دخپل هېواد په ابادۍ ،ترقۍ ،سوله اوثبات کې برخه واخلي.
همدا راز نوموړي وويل :افغانان ټول په يوتاريخي ازمون کې قرارلري ټول ولسونه بايد په اسلامي روحيه اومينه دخپلو هغه امنيتي ځواکونوسره دامنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي چې شپه او ورځ دولس دخدمت لپاره هرډول سرېښندونوته چمتوالى لري .همدا راز خلک دې هغه کسان دولت ته په ګوته کړي چې په غيرقانوني اونارواکړنو کې لاسه لري ترڅو دقانون دتطبيق په موخه دعدالت منګولوته وسپارل شي.ددې ترڅنګ هرفرد اسلامي دنده اومکلفيت لري چې په څرګنده توګه دانسان وژونې اوځورونې غندنه وکړي اودداسې ناوړه پېښو عاملين ونيسي اودمجازاتولپاره يې دولتي ارګانونوته وسپاري.
په وروستۍ برخه کې په سلګونو لمونځ کوونکو په هېواد کې دسولې ،امن ،ثبات ،نيکمرغۍ ،اسلامي ورورولۍ دټينګښت او يووالي لپاره ددعالاسونه پورته کړل همداشان يې خوست والي ته په چارو ،دندو او ژوندکې دلازيات برياليتوب اونيکمرغۍ دعا وکړه.