د نړی په هرهیوادکی چی دجنګ اوجګړو ناولی سیوری وغوړیږی هلته له ځان سره بی شمیره بدمرغی اوبدبختی راوړی زموږپه کلیو ،بانډو ،بازارونواوداسی نوروځایونوکی که موږخپل شاوخواچاپیریال ته وګورو ډیرده جګړی قربانیان او معیوبین به مو ترسترګوسی تیره ورځ په بازارکی روان وم چی یو معیوب می ولیدی چی په دواړو پښوشل پراوږویی ده مسالی ګډوی تړلی اودپلورلوپه نیت پرځمکه څکیدی ترڅو خپل اولادته حلاله ډوډی پیداکړی اول خو دده پرحالت ډیروزوریدم خوچی دده غیرت او اولوړهمت ته می وکتل ډیرخوشحاله سوم چی په دغه حالت کی هم ده افغانی غروردلاسه نه دی ورکړی اوپه هسکه غاړه خواری او مزدوری کوی
دافغانستان داتیری دری نیمولسیزود دوری ناخوالوجنګ اوجګړو یوازی زموږاقتصادنه دی زیانمن کړی موږیی د ژوند په هر ډګر کی ځپلی یو دبیلګی په توګه د روسیی د اشغال په ورځو اوشپوکی زموږډیری افغانان ونورو هیوادو ته مهاجر سول او هلته د بین الملل لخوا په کیمپو کی ورته دخوراکی توکو او داسی نوراړینو موادوکومکونه کیدل او هغه خلګ یاځوانان چی غوښتل به ییی چی د ځان لپاره یوروزګارپه لټه کی سی هغوته به دکار اجازه نه ورکول کیده چی ته مهاجریی اوده کارکولواجازه نلری اوترمهاجرکیمپوپوری به محدودساتل کیدل پس له ډیروهلوځلوبه هغوی هم ناهیلی سول اوبیکاره به پرکورو کښینستل ولی چی دخوراک او څښاک ستونزه به یی خاص نه درلوده او د بل دکومک په ډوډی به یی روږدی کړل هلته دماشومانوده زدکړی لپاره به هم څه خاص فعالیتونه نه ترسترګوکیدل دکلی ده ماجت ملابه سیپاره ورته ویل او ده نوروعصری اوپرمختللی درسونه ده صفرسره ضرب ول په دی ډول مو یونسل په کیمپواوداسی نوروځایونو کی بیسواده،بی کسبه اوبی کماله لوی سول
اوس دامریکااوناټو دراتګ څخه تراوسه پوری افغانستان ته ډیری پیسی راغلی خو هیڅ اساسی کارونه ونه سول او ټولی پیسی پر بی ځایه ورکشاپو،سیمینارو او ګران بیه هوټلو او نورداسی بی ځایه لګښتو باندی غیبی سوی او هغه پاتی د موسساتو لخوا د کومک په نامه د خلګو په موت خوری دروږدیدو لپاره بیلابیلی پروژی په کاراچول کیږی اوس معیوبین خو پریږده په بدن روغ رمټ خلګ مو د فقر او ګداپه اخستلو نه شرمیږی او د کومک په نامه دیوی او بلی موسسی دروازی ته ولاړدخیرات په لټه کی وی
زه دانه وایم چی دخواراوغریب کونډی اویتیم سره دی مرسته اوکومک ونه سی که په رشتیا کومک کول غواړی زموږمعیوبینو اوبیوزله خلګوته دی ده کسب او کارزمینه برابره کړی او فنی مهارتونواو دمسلک دزدکړی په برخه کی د ی لیوالتیاوښیی که ده افغانانو تاریخ ته ځیرسو موږ ته به داجوته سی چی په افغانی ټولنه کی موت خوری اودخیرات کلتورواورواج هیڅ ځای نه دی لرلی او داکارعیب ګڼل کیږی داسلام له نظره هم که یو سړی ډیرمجبوره نه وی ددی کاردکولواجازه نه ده ورکول سوی او په دی کاربوخت او روږدی کسان مجرمان ګڼل کیږی
زموږپه ټولنه کی دادفقراو ګدا کلتوراورواج ورځ په ورځ ډیرپه چټکتیا سره خوریږی چی دابه زموږ دتدریجی مرګ پیلامه وی راځی چی مټی راونغاړو او داخپل ځان اوددی درپدره اولس لپاره کاروکړو چی په اخپل مټ ډوډی پیداکړو ترڅوپوری به موږدنړیوالوښورواته ډوی وړوو هغه متل دی چی ده بل کټ ترنیمو شپودی او نورداده فقر کاسه ماته کړو او دافغانستان ده سرلوړی وګړیواوده هغه معیوب په شان دلوړوسترګو خواړه وخورو.