کور / شعر / غزل

غزل

له هغې چې دا انسان درسره اوسي
په څادر کې بيابان درسره اوسي

چې دې سترګې له محفل نه راستانې شي
يو شهکار شانتې امکان درسره اوسي

يو طرفته دې پر قبر لوحه ماته
بل طرفته زما ځان درسره اوسي

له تا وړاندې مختر شاتنې لحد دى
څه پيکه ، پيکه ارمان درسره اوسي

لا تر اوسه مې له ياده رخصت نه شوې
لا مې زړه هم پرېشان درسره اوسي