که څه هم چې په نني شکل سره د چاپ صنعت په لومړي ځل الماني ګوتنبرک مانیسی په کال ۱۴۵۳ اختراع کړاو په کال ۱۴۵۵ میلادي کي انجیل د نړۍ د ترټولو مخکني چاپي کتاب په حیث په ۶۴۳مخونوکي نشرسواوترهغه وروسته د هومراشعاردي چي په ۱۴۸۸ کال کي خپاره سول.
خو زموږ په هیواد کي د چاپ صنعت د امیرشیرعلي خان په دورکي د مصطفاوي او شمس النهارد مطابعوله ایجاد څخه پیلیږي.
په افغانستان کي لومړنی چاپي کتاب د مولانا عبدالرحمن حجه قویه درابطال عقاید وهابیه غویه رساله ده چي د امیرشیرعلي خان په امرپه ۱۲۸۸ هجري قمري کال په ۲۴۰ مخونوکي د مصطفاوي مطبعي له خوا چاپ سو.
په نني مفهوم باندي د ډلیزو رسنیوپه ډله کي لومړی چاپي خپروني رامنځته سوې دي او دا د چاپ د صنعت تررامنځته کیدو وروسته.
ورځپاڼه یا اخبارد لومړي ځل لپاره په کال ۹۸۴ش ۱۶۰۵میلادی د بلجیم په اینتورپ ښارکي د فلاماند ابراهام په مدیریت خپره سوه او په اسیاکي لومړنۍ خپره سوې ورځپاڼه په هندکي د جیمزپه نوم د یوه انګریز له لوري( کلکته جورنال ایډورټایز) ده چې په کال ۱۷۸۰ میلادي کي نشرسوه.
په افغانستان کی مطبوعات د نولسمي پیړۍ له اواخرود امیرشیرعلي خان په دویمه دوره (1868ـ1878 ع) کي له شمس النهاره راپیل سوي .
ترهغه وروسته په (1323 هـ ق) کي د مولوي عبدالرؤف کاکړپه مدیریت سراج الاخباررامنځته سوچي تربندیدووروسته ئی دویم ځل محمود طرزي په ۱۲۹۰ ش کي سلسله جاري کړه.
له دی کبله چي شمس النهار ونه پاییده او ترهغه راوروسته سراج الاخبارکه څه هم چي د نوي او مترقي فکري تحول اساس يي کښیښود خو د مسلسل نه خپراوي له امله موږ د عصري مطبوعاتو، منظم اومسلسل بهیرچي هم د کمیت له مخي بیساری و او هم د کیفیت له اړخه له اماني ځلانده دورې څخه ګڼو.
د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کیدولومړۍ لسیزه دهیواد په تاریخ کي یوه روښانه اومترقي دوره وه ، په اماني دوره کي د هیواد په تاریخ کي د لومړي ځل لپاره هم د کمي او هم د کیفي لحاظه بیساری مطبوعاتي خوځښت رامنځته سوچي طلوع افغان هم ددي دوري روښانه محصول دی.
په اماني دوره کي له یوې خوا د مطبوعاتو ایجاد ته چي د ولس د ویښتابه او په ټولنه کی د مترقي فکري خوځښت لپاره خورا اغیزمن ول توجه وسوه ، اوله بل پلوه په لومړي ځل د پښتو ژبي معنوي او علمي ودي ته د یومنظم پلان له مخي کارپیل سو.
د ښوونځیود ددرسي کتابونو په پښتواړونه ، د ولومړي ځل لپاره په ۱۳۰۲ هجري ش د اساسی نظامنامې پښتوتدوین، په شاهي ارګ کي د پښتنوپوهانواومحققینوراټولونه او دمرکه د پښتو ایجاد هغه څه دي چي په دغه روښانه دوره کي پښتوژبي ته خاصه پاملرنه ښيي.
په ۱۳۱۱ ش کال کی د طلوع افغان بشپړپښتوکیدنه په مطبوعاتي دنیا کي د پښتوژبي د مستقلانه ګډون اساس ګڼل کیږي.
سراج الاخبارپښتوادبیات خپرول خو د پښتونثرپه برخه کي د طلوع افغان څخه مخکي داسی کارنه وسوی.
په سراج الاخبارکي د پښتوطرح علامه محمود طرزي وړاندي کړه ، د سراج الاخبارپه په نهمه شماره ، تاریخ د دلودریمه ۱۲۹۱کي نوموړي د (زبان افغانی اجداد زبان هاست) ترعنوان لاندي مقاله نشرکړه چي پکښي يي د مقایسوي ژبپوهني پراساس د پښتوژبي پنځه کلمي ، پلار، مور، خور، وروراو لورد اندو اروپايي ژبوسره مقایسه کړي او دانتیجه يي اخیستی چي هندوکش په افغانستان کي دی نو د اریایانومنشا افغانستان دی او پښتوژبه لرغوني اریايي ژبه ده .
ددې مقالي ترنشروروسته بیا دا موضوع پاته وه هغه و چي په ۱۲۹۳ ش کي په سراج الاخبارکي د پښتونشرات پیل سول.
د دریم کال په ۲۰شماره کي چي د سرطان له ۴ ۱۲۹۳ سره برابره ده د ادبیاتوپه فصل کي د جریدې محرر عبدالرحمن لودین داسي کاږي:
سراج الاخباربزبان فارسی طبع ونشرمیشود، چون همواره مساعی درنشرواشاعت علوم ومعارف است بالسنه مروجه افغانستان، لهذا سراج الاخبارافغانیه این شماره وشماره های بعد خورا بزبان ملی خود نیزتزئین میدهد.
اینست که درین مرتبه ، بحصول یک قصیده ازجانب یکجوان بیداردانشمندهموطن ما ، جناب صالح محمد خان که یکی ازمدرسین مکتب حبیبیه میباشد، کامیبا امده درذیل به طبع ونشران پرداختیم .
داڅه عچب دروان دی
چه راغلی پرافغان دی
رنګارنګه ترقی ده
څه عجبه محبوب عنوان دی
طلوع افغان د خپل تاسیس څخه آن ددرې ترڅنګ پښتوخپرول خو تربشپړپښتوکیدني وروسته يي چي د لوی استاد علامه حبیبی د مدیریت پرمهال چي يي د پښتونثراو د پښتوژبي ادبي او تحقیقي څیړنوته څونه کاروکړمخکي يي بولګه نه وه.
د پښتوصحافي نثرپه تحول کي د طلوع افغان رول
صحافت او ژورنالیزم د ژوندانه انځورګري کوي او د ژوند له چارو سره مستقیم ارتباط نیسي.
د ژوندانه شاتګ او پرمختګ د ژوند ټولي چاري اغیزمنوي او همداعلت دی چي په پښتوژبه کي د صحافت رامنځته کیدل او پرمختګ د پښتنو په ژوندانه کي له صنعتي مدنیت څخه سرچینه اخلي.
د نولسمي پیړۍ په اوائلوکي چي کله پښتانه د انګلیسي استعمارسره په تقابل کي واقع سول په ژوندانه کي ئي لوی تحول لاره وکړه .
له یوي خوا د غربي استعمارله پهلوان سره په دغه مقابله کي لوی افغانستان کوچنی سو، پښتانه له اقتصادي ، سیاسي، او فرهنګي لحاظه ضعیف او ناتوانه سول او له بله اړخه بیاغربي صنعتي مدنیت د پښتنو ژوندته لاره پیداکړه او پښتوادب، نثراو صحافت ته ئي نوی رنګ او بڼه ورکړه .
په دي وخت کي د سیاسي صحافي نثر په راپیدا کیدو سره پښتو نثرد مضمون او محتوی له مخي او هم د شکل او جولي له اړخه وده وکړه او په چاپي توګه پښتوجرائد او اخبارونه رامنځته سول.
په شلمه پیړۍ کي پښتونثرهم له لفظي اوهم له فکري اړخه پرمختګ وکړ، په سلاست ، ساده توب او له محاوري سره په نیژدي والي کي ئی د خوشال خان اوهوتکي غورځنګ لاره تعقیب کړه او له فکري اړخه ئي ځانته نوی سبک وموند.
په دي دوره کي خان عبدالغفارخان لومړنی سړی دی چي په سیاسي ـ صحافي نثرکي نوي ساه وچلول او دغه فکري او ملي تحول پښتوسیاسي او صحافي نثرله نولسمي پيړۍ څخه شلمي پيړۍ ته ننیست.
خان عبدالغفارخان د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۸ کال کي په چارسده کي د پښتون مجله خپره کړه .
زه په جیل خانه کي ، د شلمي پیړۍ تهذیب ، د ازادۍ جنګ او داسي نورهغه مطالب ول چي په عام فهمه محاوروي نثرکښل کیدل.
پاچاخان به ویل : لیکنه د خپل اصلی مقصد لپاره چي د خلکو پوهول دي استعمالیږي نوځکه هغه ژبه باید وکاریږي چي پښتانه په خپلو حجروکي په ږغیږي.
په دغه دوره کي د پښتوسیاسي او صحافي نثرخوراپرمختګ وکړ، په مطبوعاتوکي مترقي خوپه عین حال کی ملي اګاهانه شعوراو فکرځای دولوداوله لفظی اړخه هم پښتوصحافي نثرپه خپل بشپړعصرري شکل وده وکړه .
د طلوع افغان تربشپړپښتوکیدو وروسته لوی استاد علامه حبیبي په دي برخه کي ډیرسترکرداراداکړ.
هغه پخپله د پښتوادب، پښتوژبي او ملي سیاست په عرصوکي ګړندی قلم وچلاوه او طلوع افغان ئی له محلي کچي منطقوي کچي ته لوړکړ.
په خوراروان او له محاوري سره پربرابربشپړنثریي ارزښتمني تحقیقي مقالي خپري کړي ، د پښتوژبي اونثرد سوچه والي لپاره ئي انتقادي او ښوونیزمضامین وکښل او د پښتونستان خپلواکي، د پښتنوحقوق، ډیورنډکرښه اونوراړوند موضوعات ترلوستونکوورورسول.
د علامه حبیبي ترمدیریت لاندي طلوع افغان هغه رسالت اداکړچي په سراجي دوره کي سراج الاخباراداکاوه .
علامه حبیبي نه یوازي هغه بشپړساده نثرچي خوشال خان خټک او محمد هوتک ئی تاداو ایښی عام او تقویه کړبلکي د معاصرپښتوسیاسي او صحافي نثرتاداوئي کښیښود.
که څه هم لکه څنګه چې د ننیو عصري مطبوعاتو خاصه ده د طلوع افغان ژبه ډيره عام فهمه اوعامیانه نه وه او خبرلیکنی يي هم ترډیره عنعنوي شکل درلود او د معکوس هرم د اصل د مراعت پرځای اکثرموضوعات (کورخبری) او خارجي خبرونه پکښي د کرونولوجیکي تسلسل له مخي راوړل کیده خو زه فکرکوم چي اوس زموږپښتوصحافي نثرترهغه هم په ناسم حالت کي دی .
له یوي خوا د اردو او فارسي ترزیاتي اغیزي لاندي دی او ډیرجملات يي د هغوژبوترجمه ده ، له بلی خوا د پښتوژبي د بشپړي سوچه کیدني سیلاب په مخه اخیستی او بیخي یي له محاوري لیری کړی دی.
په اصل کي خو ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده او مطبوعات خوبیابیخي ددی هدف لپاره دي چي خلکوته دخلکوپه ژبه مفاهیم انتقال کړي .
له هنري نثرسره دمطبوعاتي نثرتوپيرپه دي کي دی چي مطبوعاتي نثرعام فهمه ، مختصراو واضح وي ترځو ژروفهمیږي او به لنډو خت کي انتقال سي.
د محتوي له اړخه هم زموږ اوسني مطبوعات د تامل وړدي ، زموږ ډیری رسنۍ خپل فکراونظرنه لري بلکي د دباندنیومطبوعاتو ترشعاع لاندي چلیږي.
په تیروڅه باندي لسوکلونوکي که څه هم چي به هیواد کي مطبوعاتو له کمي لحاظه د هیواد په تاریخ کي بیساری پرمختګ کړی خولاهم په مجموع کي دیوي هنداري په حیث دي چي یوازي دغربی مطوبوعاتوشعاوي منعکسوي .
مطبوعات د ملي شعورپه وده او ملي ویښتابه کي خورامهم کرداراداکوي خوهغه وخت چي فکريی خپل وی او ملي اګاهانه نظریات ولري.