کور / هراړخیز / موږ بدلون كړى دى؟

موږ بدلون كړى دى؟

موږ رښتيا بدلون كړى دى؟ د هغو د ذهين ترجماني نه كوم، چې هره ورځ يې موټر ته پنځه كلن ماشومان په ګڼه ګوڼه كې ولاړ وي لوند ټوكر په لاس يې د موټر ښيښي صفا كوي او دى د دې په خاطر چې بد يې ځينې راځي په ښكنځاوو يې بدرګه كوي،د هغوى غريبي يې هيڅكله زړه ته نه لويږي، ځكه چې دى همداسې ژوند نه لري، او تير ژوند يې هوس له حافظې ډيليټ كړى دى، بلكې دا د هغو د زړه اواز دى چې اوس لا هم د قربانۍ پر ستر ډګر ولاړ دي، ښكنځل شوي دي، مايوسه شوي دي، خو بيا هم مبارزه كوي، څنګه به يې هېواد له دې غمېزې ووځي…

په دې كې هم شك نشته چې موږ بدولون نه دى كړى، موږ بدل شوي يو، خو د نورو لپاره نه د ځان او افغان انسان لپاره، نورو ته په ګټه او ځان او افغان انسان ته په تاوان تمام يو، هغه متل دى، د كور جارو د بل داروو، داسمه نه ده چې موږ خپلې ارادې لرو، موږ يواځې موټې لرو خو له بده بخته ارادې د نورو دې چې دا مټې ورته په خدمت كې دي تر ټولو بد ټكى همدغه دى چې تل يې موږ قرباني كړي او په درانه زيان يې اړولي يو.

ځينې دعوه كوي چې په درز ټكنالوژي راغلې ده، ځينې ښارونه يې مالا مال كړل، كابل هره شپه لكه كليواله پيغله ځلو بل كيږي، مګر دا هم را ته ثابته ده چې تاجكستان په يوه بټنه او يوه ثانيه كې توره تياره او بې، انټرنيټه ورځ راباندې جوړولى شي او دا كليواله ناوې لكه د ګاونډيو ناروا ارادې سرتوره كولى او بې ځلا كولى شي.

خو كه چېرته موږ خپلې ارادې په خپلو موټو د افغان انسان لپاره تمثيل كړې واى، بيا مو په زغرده دا دعوه كولى شواى چې بدل شوي يو، مګر دا څنګه بدلون دى ۶ ميلونه ماشومان له خطره سره مخ دي، يو نيم مليون په نشو اخته دي او اته ميلونه بې روزګاره ګرځي…

زموږ لپاره بدلون هغه وخت بدلون دى، چې پر هېواد مو زړه وسوځي، عاطفه مو د ايمان په څير په رګونو كې غځوونې وكړي، ورور ته د زړه له كومې ورور او قانون ته سر ټيټ شي، بيا نو بې لكه شكه بدل شوي يو خو كه داسي نه وي، نو ارماني خبرې كوو عمل ته مو ملا ماته ده.

زموږ لوى بدلون دا دى چې ازاد بازار رامنځ ته شو، خو همدغه ازاد بازار چې نړۍ يې خورا په عصري او پرمختللې حالت بدله كړه، ليكن موږ بيا له دې كبله چې غلطه كاپي مو وكړه د غيري متوازن انكشاف يې قربانيان كړو، د مامور معاش به ۷۰۰۰ وي، خو د كور كرايه بې يې لس زره وي، او د كور نور مصارف به لا پر ځاى پاتې وي، په دغسي حالت كې به نو ولې اداري فساد وزر نه غوړي، ښايې دا ټول له دې را پيدا شوي وي چې قانون د كتابونو په پښتۍ يو كې زنداني ده او هغه څوك چې پخپله له قانونه غلا كوي، تر ټولو د قانونو د پلې كولو او د بل په اړه د سرغړونې نارې سورې وهي…

تر څو چې له همدغه نا انډوله حالت سره مبارزه ونه شي، نو بدولون د ايتوفيا يا د خيالي جزيرې، غوړې كيسې او تش شعارونه دي…