د جمهوري رياست ماڼۍ وايي ولسمشر کرزى چي وړمه ورځ د شانګهاى سازمان په غونډه کي د ګډون په خاطر چين ته تللى وو، نن يې دغه سفر نيمګړى پرېښاوه.
له چين څخه د ولسمشر کرزي د ژر راتګ علت په لوګر کي د ناټو په بمبارۍ او کندهار کي د طالبانو په ځانمرګو کي دملکي کسانو مرګ ژوبله په ګوته سوې ده.
د راپورونو له مخي پرون سهار په لوګر کي ١٨ ملکي کسان او په کندهار کي د اتو پوليسو په ګډون ٢٥ کسان چي نور يې ملکي کسان په ګوته سوي دي ووژل سول.