کور / تازه خبرونه / پانيتا له کابل څخه پاکستان خبردادرى ورکړ

پانيتا له کابل څخه پاکستان خبردادرى ورکړ

د امريکا د دفاع وزير ليون پانيتا نن په يوه نا اعلان سوي سفر کابل ته ورسېد او له افغان سيال جنرال عبدالرحيم وردګ سره يې وليدل.
ليون پانيتا پاکستان ته خبردارى ورکړ چي نور يې د زغم کاسه پر ډکېدو ده او پاکستان بايد هرو – مرو په تر خپل حاکميت لاندي سيمه کي د طالبانو د حرکت مخينوى وکړي.
نوموړي وويل په وزيرستان کي د حقاني ډله اډې لري او هلته ښکاره فعاليت کوي، چي دا دامريکا دپاره د زغم وړ نه ده.
پانيتا چي تر کابل دمخه يې نوي ډيلي ته سفر کړى وو، د هندوستان حکومت يې په افغانستان کي نوري همکارۍ ته هم وهڅاوه.
نوموړى نن کابل ته په داسي حال کي ورسېد چي پرون په لوګر کي د ناټو په بمبارۍ او په کندهار کي د طالبانو په ځانمرګو شاوخوا ٥٠ ملکي کسان مړه سول.