زموږ پښتو…
پښتو ډېره زړه، پخه او ورسره ښکلې ژبه ده. نه خواره ده، نه خوارکۍ. د لوستونکو به په یاد یي چي لږ و ډېر یوه لسیزه یا یوه او نیمه لسیزه وړاندي لا د پښتو ژبي د حیات په اړه بېرونکياوازې اورېدل کېدلې. ویل کېدل چي پښتو به ورو ورو یا لنډګنډ د مړو ژبو په کتار کي راسي. اما د ژبو د خالق په فضل سره دا دی پښتو اوس هم ژوندی ده. هم ویل کیږي، هم لیکل کیږي، هم ژباړل کیږي.
معیار او ګړدود
د پښتو ژبي ګڼ او بېل بېل ګړدودونه د پښتو د ښکلا او بډایي ښکارندوی دي او همداراز د پښتني هؤیت یوه ارزښتناکه برخه تشکیلوي. له بده مرغه د دې پر ځای چي چاته د ستونځو اصلي اسباب څرګند سي، ځیني وخت د پښتو د مختلفو ګړدودونو شتون ستونځمن وبریښي. داسي نده. زموږ ګړدودونه زموږ یو مشترک، ښکلی کلتوري مراث او تراث دی.
ستونځه د یوې نسبتاً متفق علیه معیاري پښتو په نشتوالی کي ده او دغه نشتوالی خپل ځانته ښکاره او پټ، خو پیچيدلي اسباب لري. هغه به نه بیانوو ځکه که هررنګه اوس ټول پښتانه چي څه نا څه د ژنیزو موضوعاتو سره علاقه لري په یوه اواز د عصر د ژبنیزو چیلنجونو سره د مقابله کولو لپاره د یوې میعیاري یا سوچه یا کره پښتو جوړولو او روزلو پلویان دي.
د پښتو د لا پرمختګ او چټک رشد لپاره اوس پکار ده چي ژر تر ژره یوه په خپل ذات کي منطقي او د پښتو د بډایي سره په سمون کي معیاري پښتو وټاکل سي او هغه په مشورتي او خورا معقوله بڼه د پښتو ویونکو، لیکونکو او زده کونکو ته وړاندي سي. دا ډېر مهم کار دی. د ادب په څانګو کي د اهم او مهم د توپیر په اړه علامه حبیبي وایي: «لغت او ګرامر تر بدیع او بیان د مخه دي. په ژبه کښي د لیکلو لاري ټاکل تر ډرامه لیکلو اهمیت لري.»
د معیاري پښتو جوړولو په اړه هم د پښتو د ژبپوهانو د خوا او هم د داسي خلګو د خوا چي ژبپوهان ندي خو ډېری يې ادیبان یا د ټولني مفکرین دي بېل بېل وړاندیزونه سوي دي. ځیني وړاندیزونه د تودو علمي بحثونو باعث ګرځېدلي دي او د فکر او نظر «واخله راکړه» ګټور شکل لري. اما علی العموم فضا ښه نده.
د پښتو په ادبي نړی کي اختلاف مذموم او ځیني وخت مضحک ډول نیولې. په داسي وخت کي چي پښتانه نوري، ستري سیاسي او اقتصادي ستونځي لري پکار نده چي کدورتونه دي نور همزیات سي.
پښتو کي یووالی، پښتنو کي یووالی…
پښتانه او ټول افغانان یووالي ته اړتیا لري. کېدای سي د معیاري پښتو جوړول د پښتنو په منځ کي د یووالي راوستلو لپاره د نورو وسیلو په څنګ کي یوه ښه وسیله وګرځي.
له دې کبله که څوک دا ووایي چي د پښتو سوچه کول او یا د یوې معیاري پښتو ټاکل فقط په ژبپوهانو اړوند علمي موضوع ده او عوام دي هیڅ راز تداخل پکي نکوي، نو دا به یو مرفوض او غیري ډموکراټیک نظر وي. په پښتو کي د اتحاد راوستلو په پښتنو کي د اتحاد راوستل دي. هر څومره چي دغه اتحاد په ښه او مثبت ډول یي کېدای سي هغومره نور ښه عواقب ورسره ولري.
لویه جرګه
صحیح ده چي هر فن ځان لره فنان لري. صحیح ده چي د ژبي چاري ژبپوهانو باندي اړه لري ځکه دوی د ژبي په اړه د مثبت ساینس د پرنسپونو څخه ګټه اخلي او ساینسي معلومات وړاندي کوي. اما د پښتو معیاري کول که داسي بڼه ولري چي تر تړلو دروازو شاته څو پوهان په انفرادي ډول ټولو پښتو ویونکو باندي خپل میتود تحمیلوي، کېدای سي د دوی میتود د عوامو د نه قبولیت او نه رضایت باعث سي. دا حالت موږ اوس په سترګو وینو.
لکه څنګه چي څرګنده ده پښتانه که د جنګ په مهارتونو کي ماهر دي، نو هغومره د خبرو اترو په مهارت کي هم ماهر دي. دوی د خپلو ټولنیزو ستونځو د حل لپاره د جرګو غني عنعنه لري. په دې ورستیو کي جرګې صرف د سیاسي ستونځو د حل لپاره ترسره سوي (هغه هم ځینو مواردو کي ګوډي ماتي وې…). مګر ایا لویه جرګه تش سیاسي موضوعاتو باندي منحصره وي؟ جواب:نه!
ایا پښتو ژبه پدې نه ارځي چي یوه لویه جرګه دي ورته جوړه سي؟ د پښتو د پاره معیار ټاکل اوس یوه ستره ملي موضوع ده. که ټولو افغانانو باندي اړه نلري، لږ تر لږ ټولو پښتنو او پښتو ویونکو باندي خو اړه لري. پښتانه باید ژر تر ژر د ژبي د چیلنجونو سره د مقابلې د پاره یوه لویه جرګه جوړه کړي چي د لر او بر پښتانه ژبپوهان، ادیبان او نور باید شتون پکي ولري.
له نېکه مرغه د عنعنې له لیدلوري داسي قیودات مفروض ندي چي د جرګې تشکیل دي ټاکي. هم انتساب او هم انتخاب پکي ځای لري. د یوې معیاري پښتو د جوړولو لپاره زما په اند پکار ده چي د وطن مخکښ ژبپوهان باید ستره ونډه پکي ولري ځکه دوی د ژبي په اړه تخصص لري. دوی مختلف نظرونه لري او باید سره کښيني چي علمي حل په ګډه، نه یوازي یوازي وڅېړي. په دوهم کتار کي باید د وطن نامتو لیکوالان، روشنفکران او د افغانستان د بیروکراسی قشر مخکښ استازي شتون ولري ځکه د ژبي پرته یوه قوي بیروکراسي جوړول ناشوني بریښي.
همداراز به بده نه وي چي د بهرنیو ژبپوهانو د تجاربو څخه استفاده وسي. هو، دا به یوه انتسابي لویه جرګه وي ځکه د وسایلو د کمښت له کبله د انتخابي لویي جرګې رابلل ناممکن بریښي خومهمه دا ده چي د پرېکړي دایره وسعت ومومي او د خلګو او د هغو د روشنفکرانو او متخصصنو نظرونه واورېدل سي . آن زموږ دیني روشنفکران او علماء باید شتون پکي ولري چي جرګه اسلامي چوکاټ ومومي.
داسي یو ژبنیز، غیري سیاسي ملي کانفرانس یا لویه جرګه به نړی کي بېسارې وي. پښتانه به په دې ډګر کي یو انقلاب جوړ کړي او څوک څه خبر دي، کېدای سي دغه راز جرګه د پښتنو منځ کي یو ښایسته یووالی راولي او یوه سوچه پښتو یا معیاري پښتو به منځ ته راسي او په کار ولویږي. هو، دا یو وړاندیز دی، ماسټرپلان ندی. خو د دې کرښو لیکونکی هیله لري چي حد اقل لوستونکي او د پښتنو مشر پوهان او واکمنان سوچ پرې وکړي..