د فیصل آباد په زراعت پوهنتون کې د افغان محصلینو کلنۍ غونډه وشوه
د پاکستان د زراعت تر ټولو لوۍ پوهنتون کې تیره ورځ افغان محصلینو د یوه زړه پورې محفل په ترڅ کې خپلو یو شمیر ملګرو ته د فراغت مبارکي او نویو راغلو محصلینو ته ښه راغلاست ووایو.
په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس ډاکټر اقرار احمد، په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت کلتوري او مطبوعاتي مسئول زردشت شمس، د پوهنتون یو شمیر استاذانو او ګڼ شمیر محصلینو ګډون وکړ.
ښاغلي ډاکټر اقرار احمد د دواړو هیوادونو تر منځ د زراعت په برخه کې د اړیکو د پياوړتیا هیله څرګنده کړه او وویل چې دوۍ حاضر دي افغانستان سره د زراعت په مختلفو برخو کې مرسته وکړي.
ښاغلي شمس محصلینو ته د غونډې په ترتیبولو مبارکي وویله او د پوهنتون د رهبرۍ څخه یی افغان محصلینو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو مننه وکړه. نوموړي وویل چې دوۍ تل د افغان محصلینو سره د خپلو محصلینو په څیر چلند کړې چې دا ګام د زیات قدر وړ دې. همداراز شمس زیاته کړه چې یاد پوهنتون په لسګونو افغانان په ښه توګه روزلي چې اوس د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې فعاله ونډه لري.
د افغان محصلینو د اتحاديي ریس محب الله اخندزاده او مرستیال عبیدالله مشواڼي هم ټولو میلمنو ته ښه راغلاست اووایو او د پوهنتون د رهبرۍ څخه يي د دوامدارې همکارۍ مننه وکړه.
همداراز ماښام د محصلینو لخوا یو کلتوري پروګرام هم ترتیب شوې وو چې د ملي اتڼ نه علاوه د خپل کلتور د معرفي په اړه یو شمیر په زړه پورې مطالب وړاندې شول.
د فیصل آباد په زراعت پوهنتون کې اوس مهال نږدې څلویښت افغان محصلین د زراعت په مختلفو برخو کې په درس بوخت دي. د یادونۍ وړ ده چې د افغانانو لپاره دغه سيټونه د پاکستان لخوا ورکړل شويو سکالرشپونو کې شامل ندي او دا د افغان زدکوونکو سره د دې پوهنتون اضافي مرسته ده او ددوۍ څخه د یو پاکستاني محصل په اندازه فیس اخیستل کیږي.