کور / خبرتیا او پيغامونه / د پښتو ادبي غورځنګ خبرتيا

د پښتو ادبي غورځنګ خبرتيا

لراوبر درنو پښتنو! د [پښتو ادبي غورځنګ، كوټه] له لورې د يادې ټولنې لس كلن جشن لمانځل كېږي، دغه جشن چې د روانې مياشتې په نهمه نېټه به پيل او پنځه ورځې به دوام ولري.

په لومرۍ ورځ به د كوټي په لاء كالج كې يوه ورځنۍ غونډه ترسره سي او نورې څلور ورځې به له دباندې څخه راغلي مېلمانه به د سوهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو لكه: زيارت، سنځاوۍ، بورى، كلاسيف الله، هندوباغ، پښين او كوټي تر ځنګ به د ډېرى پښتني سيمو د سېل له پاره بوول كېږي چې ورته په هر ښار كې د غونډه او مشاعرو احتمام سوى دى.

دغې ټولنې تر دا وخته پورې په لس كلن يون كې پنځوس كتابونه، يو شمېر مجلې او د نړيوالو څېړنغونډو په ګډون په لسګونو لمانځغونډې او مشاعرې كړې دي، پښتو ادبي غورځنګ لر او بر پښتنو ته په دې غونډه كې د ګډون بلنه وركوي.