د ننګرهار والي صاحب ګل اغاشيرزی ته !
د بټي کوټ ولسوالۍ يو اوسېدونکی
د ننګرهار والي صيب ! فکر کوم تاسو به خبر نه ياست ، اوکه خبر ياست نو ولې يې پوښتنه او پلټنه نه کوی ؟ د خدای په خاطر لږ خو د دې مظلوم ولس له حاله ځان خبر کړی ،زه به درته د نمونې په توګه په ننګرهار ولايت کې، د بي امنيو او ګډوډيو، يوه نمونه او بېلګه در وښايم . هغه هم د بټي کوټ ولسوالۍ باریکاب په کلي کې ، چې څه نا څه لس زره کورنۍ پکې اوسيږي .
د بټي کوټ ولسوالي چې څه، ناڅه په ديرش کېلومترۍ کې د جلال آباد ښار سره، د تورخم، جلال آباد په لويه لار د سړک پرغاړه يوه پرته ولسوالي ده او د باریکاب کلی چې د بټي د ولسوالۍ د ودانۍ سره څه، ناڅه په اته کېلومټرۍ کې پروت کلی دی ، ته پوهېږې والي صيب چې پدې کلي کې، د دې کلي په مظلوم ولس څه تېريږي ؟ په خدای باور وکړه چې د دې کلي خلک نور د خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي ، د هلمند او قندهار د ولسواليو هسې نومونه اخېستل کيږي ، والي صيب ! که د بټي کوټ باریکاب د کلي له حالته خبر شوې ، نو د مارجې ولسوالۍ په امنيت به شکر وباسې .
شېرزی صيب ! د بټي کوټ ولسوالۍ د باریکاب په کلي کې د مازيګر د لمانځه وروسته څوک له کوره نه شي راوتلی ؟ ته پوهېږې ! په دې تېرو لسو مياشتو کې د باریکاب په کلي په رڼا ورځ ، د بازار په منځ کې د وسله والو له خوا له نهه کسان، پدې نامه وژل شوي چې دوی له دولت سره کارکوي او دوی د حکومت جاسوسان دي .
والي صيب ! د ورځې لس باریکاب بجې په کلي کې ، په موټر سايکل وسله وال کسان راځي د باریکاب بازار دوکانونه تالاشي کوي .
ګل آغا شېرزی صيب !په 15/10/2011 نېټه په موټر سايکلو وسله والو کسانو چې راکېټ، پيکا، کلاشنکوفونه او ګرنېټونه ورسره ول ، د باریکاب کلي د نجونو لېسه وسوځوله ، چه شاوخوا زر تنه نجونو پکې زده کړې کولی او کليوالو ته يې ويل : که غږ مو پورته کړ نو په راکټونو به مو کورونه داسې وران شي چې سبا د ورځې به خلک فکر ونه کړي چې په دې ځای آبادي تېره شوې ده .
شيرزی صيب ! عجيبه خبره ده ، هره ورځ سهار او غرمه ، د تورخم جلال آباد سرک په څو کیلو متری کی او د او د باریکاب د عالی لیسی او بازار تر څنګ د وسله والو کسانو له خوا د باریکاب او میشواڼو کلو ته تلونکي او راتلونکې، د سورلۍ موټرې تالاشي کيږي ، ځکه چې پدې کې هغه کسان کورونو ته ځي راځي کوم چې په دجلال آباد ښار يا په کابل او يا بل ځای کې خواري مزدوري کوي او يا وظيفه لري .
والي صيب ! ته دې د بټي کوټ ولسوال صيب ته ووايه چې : ته او خدای ، ته چې ولسوال شوی يې کله د باریکاب کلي ته تللی يې ؟ خو کله چه دا نو ی ولسوال صیب راغی، یو ځل د چهاردهی کلی ته چه د باریکاب نه په څو سوه متری کی پروت دی، راغی . او دا وعده یی هم کړې وه چه زه بیا راځم، خوکوم مالومات ېې تر اوسه ونشو.
ته له ولسوال صيب نه پوښتنه وکه ، چې د بټي کوټ ولسوالۍ پوليس د د ورځې له دريو بجو وروسته د باریکاب کلي ته تللی شي ؟
کله د باریکاب په سرک د وسله والو کسانو له خوا د سورلۍ موټرې تالاشي کيږي په هغه وخت کې د بټي کوټ ولسوالۍ د امنيې قومندان صيب ، پوليسان صيبان او د امنيت کارکوونکي چيرې وي چې له دې وسله والو کسانو پوښتنه وکړي چې تاسو څوک ياست او څه کوئ ؟
والي صيب ! د بټي کوټ ولسوالۍ د باریکاب په کلي کې وسله وال، ښکاره د په بازار کی ټوله ورځ ناست وي ، ته دې د بټي کوټ ولسوال صيب ته ووايه چې ولې دغه وسله والو پسې نه ځي .
خبرې ډېرې دي خو دامې هغه د چا خبره د ( موټی د خروار نمونې ) په توګه وړاندې کړې .
والي صيب! د خدای په خاطر د بټي کوټ ولسوالۍ د مظلوم ولس په حال لږ ځان خبر کړئ .