دغبرګولي دمياشتې په ١٦نېټه دسې شنبې په ورځ دخوست ولايت په مرکز کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي لخوا د٢٨ميليونه ،٣لکه ،٤٩زره ،٣٨٦ اشاريه ١٥افغانيو په ارزښت دمخدره موادوپرضددمبارزې دوزارت دGPI څانګې په مالي لګښت دعبدالحى عالې لېسې دبنسټ ډبره ديولړځانګړو مراسموپه ترڅ کې کېښودل شوه ،هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي و،دخوست والي ترڅنګ په کې دولايتي شورا وکيلانو ،دملکي ادارو مسوولينو،دمدني ټولنو غړو اويوشميرنورو مخورو کسانو ګډون کړى و
مراسم دپاک قران په سپېڅلي تلاوت سره پيل شول ورپسې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ديادې پروژې داهميت په تړاو خبرې وکړې،نوموړي وويل چې دپوهاند عبدالحى حبېبې دعالي لېسې دغه نوي وداني به په دريوپوړونوکې جوړشي چې د٣٠درسې خونوترڅنګ به ٣دفتري خونې ،لس بابه تشنابونه اونورې ضروري خونې ولري چې داته وېشت ميليونه ،درې لکه ،نهه څلوښت زره ،درې سوه شپږاتيا اشاريه پنځلس افغانيوپه ارزښت به دمخدره موادو پرضددمبارزې درياست په چوکاټ کې دGPIدڅانګي په مالي لګښت ديوکال په جريان کې دافغان ريلکس شرکت لخوا جوړه اوګټې اخيستنې ته وسپارل شي ،خوست والي زياتوله چې ددغه ودانۍ په جوړيدوسره ددغه لېسې دزده کوونکو اوښوونکوډيرې ستونزې هوارې شي اوزده کوونکې به وکولى شي په غوره اويومنظم چاپيريال کې خپلو زده کړوته ادامه ورکړي.خوست والي داهم وويل چې تيرکال يې ددغه لېسې له ادارې سره ديوښکلې ودانۍ دجوړيدو ژمنه کړه وه دده په خبره چې ددغه ودانۍ په جوړيدوسره به زده کوونکوته دزده کړو ښه زمينه مساعده شي اوپه دې سره به په دغه ولايت کې دفکري رغونې بهيرنورهم ګړندى شي
همداشان ښاغلي نعيمي وويل چې دا مهال دخوست په مرکز او ولسواليوکې دبيارغونې دډيرو بنسټيزو پروژو ترڅنګ دګڼ شمير ښوونځيو دجوړيدو چارې روانې دي چې تربشپړيدو وروسته به دپوهنې دپرمختګ په وړاندې ډيرې پرتې ستونزې هوارې کړي. ده ددغه پروژې دپلي کيدونکي مسوول شرکت څخه غوښتنه وکړه ترڅو ددغه اساسي ودانۍ په جوړيدو کې له ډيردقت څخه کارواخلي اودګټې پرځاى دې يوتاريخي خدمت ارزښت ورکړي.
نوموړي دمخدره موادوپرضد دمبارزې درياست رئيس ته دنده وسپارله چې له مرکزڅخه ټوله پاتې بودجه ولايت ته رانتقال کړي ترڅو دبيارغونې دپروژو په پلي کيدوکې په خپل وخت ترې ګټه پورته شي.
دمراسموپه پاى کې خوست والي دپوهاندعبدالحى حبيې عالې لېسې له يوشميرزده کوونکو سره ليدنه وکړه اوټول زده کوونکي يې دې ته وهڅول ترڅو په زده کړو کې کوښښ وکړي اوپه راتلونکې کې خپل هېواد،تاريخ او ولس ته دغوره خدمتونو دوړاندې په ځواک بدل شي ،نوموړي دپوهنې رئيس ته دنده وسپارل ترڅو ممتاززده کوونکي ورته معرفي کړي چې دهڅونې په موخه به دوى ته ځانګړې ډالۍ ورکړل شي.
ديادونې وړده چې په داسې حال کې دپوهاندعبدالحى حبېبې عالې لېسې دبنسټ ډبره کېښودل شوه چې تيره ورځ داسماعيل خيلو اومندوزيو په ولسوالۍ کې د١٢لکه امريکايي ډالروپه لګښت دامنيه قوماندانۍ نوې جوړه شوې ودانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.