افغانستان ، کامرون مينتر، اودلاهوربادشاهى جومات
له جامو او کړو وړو څخه افغان مالوميده………..
په پاکستان کې امريکايې سفيرکامرون مينټوريوه ورځ د لاهور په بادشاهى جومات کې ؤ چې د ٢٠١٢ ميلادې کال کومه ورځ وه ، هغه پردغه ورځ ترڅو پيړيو وړاندې سفروکړ ، هغه ياد جومات ته راغى ، په دالان کې يې ودريد، دهغې پراخوالي ته يې کتل ، داسې يې وانګيرله چې په هغې کې څومره زماني او وختونه ځاى پرځاى شوي دي ، هغه د دهغې يوې يوې مناري ته کتل اوله هغې ور وړاندې لري شنو اسمانونو ته يې هم کتل .
پدغه جومات کې هغه ډيري منظرۍ وليدي اودهغه د زړه نړۍ يې وربدله کړه ، له يادځايه څخه د تللو وروسته هغه د امريکايې سفيرۍ څخه د ګوښه کيدو پريکړه وکړه ، په ياده سيمه کې يې دامريکاسره د دندي له کولو معذرت وغوښت .
هغه وکتل چې جومات ته په ډيره کچه خلک راغلي دي ، او هغوى ډيرى ښې جامي په تن کړيدې مګرګورې چې هغه د تيرو پيړيو لباس دى ، يوتن وايې نن ددى جومات د ابادۍ کار پاى ته ورسيده ، اودلته به نن پدغه جومات کې لومړى لمونځ ترسره کيږې دوخت بادشاه اورنګ زيب عالمګير به خلکو ته لمونځ ورکوي ،
کامرون مينټر وکتل : چې دسپينو جامو يوتن چې په سرباندې يې سپينه لونګۍ تړلي ده جومات ته داخليږي ، کامرون تري پوښتل چې دبادشاه ساتونکى چيرته دي ؟ هغه ورته وويل داد الله دربار دى او هم هغه بادشاه دى هغه ياد ټکي له خولي وويستل چې د اورنګ زيب عالمګير اواز وکړنګيده ، الله اکبراو ورسره په جومات کې څو تنو نورو هم د الله اکبرنعري وچتي کړى ، په جومات کې چوپه چوپتياخوره شوه ………. لږ وخت وروسته دبادشاه غږ په جومات کې کړنګيده ، کامرون مينټر لدې وړاندې هم دا ټکي اوريدلي ؤ پوه شو چې بادشاه دقران کريم ايتونه لولي ، ټول خلک لاسه په نامه دالله په دربار کې ولاړ ؤ اوترټولو ړاندې لاس په نامه اورنګ زيب ؤ هغه له خپل ساتونکي وپوښتل ؟ دا بادشاه له کومه ځايه راغلى ؤ ساتونکى ورته ويل چې ددې بادشاه مشران له افغانستان څخه راغلي ؤ دهغوى په دربارونو کې به دګنا کارونه کيدل مګر بيا وروسته داورنګ زيب په څيرسړى بادشاه شو هغه د اسلام اصول نافذ کړل او اوس دغه سړى له غزني ، کندهار ، اوله کابله نيولې تر راس کمارې سيمې پورې پرټول هندوستان خپله بادشاهي کوي .
له وخت څخه پرده په تيزۍ سره اوښتي وه.
اوبيا کامرون مينټر يوه حيرانونکى نظاره وليده ، اوسمهال د خلکو لباس بدل شوي دلويو ، لويو جامو ځاى سپکو نيولى دى ، پر سرونو دلونګيو ځاى بيلابيلو خوليونيولى دى ………..کامرون مينټر لږ وړاندې ځې ګورې چې پرقالينو باندې داسې خلک ناست دى چې هغه ، هغه په انځورونو اوهم په ذاتي ډول ليدلي دي ، دسعودى عربستان شاه فيصل ، د فلسطين ولسمشرياسرعرفات او مفتى اعظم امين الحسنى ، ذوالفقار على بوټو ، معمرقذافى ، حافظ الاسد او عيدى امين يې پکې وپيژندل ………….يوځل بيا هغه د الله اکبراواز واوريده او لدې سره ټول خلک پاڅيدل کامرون مينټرد جمعى مبارکې ورځ لمونځ ته کتل چې پاى ته ورسيده ، نوهغه وليدل چې شاه فيصل بادشاه دواړه لاسونه پورته کړيدى اوپه دعاکې غرق دى پر اننګو يې اوښکى بهيږې اوترډيره وخته زارۍ کوي ، کامرون مينټر د جومات پر لويه دروازه بهرته راغى او د علامه اقبال مزار ته ورتاو شو د مزار دننه په خاموشۍکې هغه سکون محسوس کړ ولاړ ؤ قبر ته يې کتل چې دهغه خواته يوبل تن ودريد ، له جامو او کړو وړو څخه افغان مالوميده ، هغه کامرون ته ويل پيل کړل :
ته ددې مزار تخته وينې دا تخته ددې د قبرلپاره موږ له افغانستانه راوړى ده اوپرهغې د اقبال دا شعرونه هم يو افغان کاتب ليکلې ؤ .
کامرون مينتور د قبرلوحي ته ځيرشو پرهغې ليکل شوي ؤ .
سرود رفته باز آيد که نايد
نسيمے از حجاز آيد که نايد
سر آمد روزګارے اين فقيرے
دگر دانائے آيد که نايد
ژباړه : ((کوم چې ښه وخت تيرشو اوس که هغه راشى اوکه رانشي =له حجازه باد نسيم راشي که رانشي = دى ملنګ ته داخبره په پوهه کې راغلى ده = مګرددې راز پوهيدو خاوندان به څوک راشي اوکه رابه نشي ))
کامرون د د مزار لوحى ته کتل چې افغان يو ځل بيا په خبرو پيل وکړ : اقبال يوازې ددې سيمې شاعر نه ؤ هغه د افغانستان ، ايران اود ګردي اسلامى نړۍ راز دار ؤ .د جومات اورنګ زيب عالمګير جوړ کړي جومات ترڅنګ پروت اقبال وينې د کومو نورو پيړيو خوبونه او تاوليدل چې پدې جومات کې ددې خاورى ټول تقدير ليکل شويدى، دې خاورى بيلابيل وختونه ليدلي، دې سيمې امنيت او خوشالى ليدلى ، اوتاچې په جومات کې کوم خلک ليدلى دى هغه ددې سيمې روح دى … داد سلامتيا خاوندان ؤ او دي .
دوى له لوى خداى ج څخه وريدونکى خلک دى اودا د دوستانو سيمه ده ، تاچې کوم خلک جومات کې وليدل دهغوى په اړه اقبال ويلې کوم چې دلته پروت دى .
هغه ويلې ؤ :
هو حلقۀ ياران توبريشم کې طرح نرم
رزم حق وباطل هو تو فولاد هے مومن
ښاغلى کامرون صيب : ته افغانستان او پاکستان جنګول غواړې ، آيادا خلک چې کوم ټول د الله ج پر وړاندې سر ټيټه وى آيا هغوى جنګول ، بربادول ، پرهغوى بمونه غورځول اود هغوى په کورونو کې چاودنى کول :
رواء دي ؟ رواء دي ؟ رواء دي ؟
کامرون مينتور خپل سر وخوځاوه ، کله چې هغه د خپلى ميرمنى سره په موټرکې کيناست يو ځل بيايې نظر پر بادشاهى جومات پريوت هغه خپل سرد اثبات په ډول په کراره وخوځاوه .. .؟
ګوندې هغه يوه لويه پريکړه کړى وه .
پاى
يادونه کامرون مينټرخپله دنده په پاکستان کې پريښودي مګر ويل کيږې چې هغه بيرته خپلى دندې ته واپس شويدى .