کور / خبرتیا او پيغامونه / خلک نه غواړي تر ښکېلاک لاندي راسي

خلک نه غواړي تر ښکېلاک لاندي راسي

پر افغاني فرهنګ دتیریو په لړکې دتحمیلي لمانځنو په اړه دافغانستان
دمدنې ټولنې دهمغږۍ دمرکز اعلامیه
 
۱۳۹۱ لمریز دغبرګولي ۱۳ مه
کابل
 
کلونه کیږ ي، چې  زموږ ویاړلي او لرغوني فرهنګي ارزښتونه دګاونډیو دګاونډیو له یرغل او لاسوهنې سره لاس اوګریوان دي ، دافغاني هویت دمسخ ، اهانت او سپکاوي ترڅنګ ، دتاریخي لاسوهنو ، جعل او شخصیت غلاکولو تر بریده هر څه وشول ، خو دافغاني فرهنګ سټه له ځایه ونه خوځېده ، هغه درحمان بابا په وینا
لکه ونه مستقیم پرخپل مکان یم
که خزان راباندې راشي که بهار
 
دادی خبره تر دې ځایه راورسېده ، چې ګاونډیان خپل سیاسي مشران په کابل کې لمانځي او دخپل  لوی کړای شوي کاذب هویت ستنې زموږ پر زمکه خښوي . دخپلواکۍ او فرهنګي بډایینې  په اوسنۍ نړۍ کې داسې بېلګې ډیرې لږ دي ، چې دیوه هېواد سیاسي هژموني دې په زور پر بل هېواد وتپل شي او هغه هېواد چې دخپلو ګڼو نړیوالو شخصیتونو په لمانځنه کې ـ  دخپلوستونځمنو شرایطو له امله ـ  پاتې راغلی وي ، دمیلونونو ډالرو په لګولو سره دنورو ډول ته څڼې واچوي او یادې دنورو پر مړیو وژاړي .
په کابل کې د  ایران دسیاسي ـ مذهبي  مشر آیت الله خمیني ددرویشتم تلین  د لمانځلو په وړاندې زموږ دزرګونو هېوادوالو غبرګون او مظاهره داښيي  چې خلک دګاونډیو دهر ډول یرغل او تیري په وړاندې ډیر حساس شوي دي او نه غواړي ، چې په دې او هغه نامه دنورو تر ښکېلاک لاندې راشي . خلک ګوري چې په داسې مراسمو کې لکونه ډالره لګیږي ،خو په بامیانو کې ددې هېواد شریف ولسونه لاهم په مغارو کې ژوند کوي او دخوراک لپاره څه نلري ، خلک ګوري چې د مرکزي سیمو له بېوزلو خلکو سره دبشري مرستې پر ځای دسیاسي هژموني پر مانورو پیسې لګیږي او په لوی لاس دخلکو حساسیتونه راپارول کیږي .
دافغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ مرکز په پوره جدیت دخپل ولس ددغه پاڅون ننګه او ملاتړ کوي او دغې میړانې ته یې په افرین ویلو سره ټینګه ملګرتیا کوي .
موږ په افغانستان کې دهرراز لاسوهنې په وړاندې دخپل ملت دهوښیارۍ او دریدو ستاینه کوواو په دې لاره کې دمدني ټولنې له ګډ دریځ څخه  دبشپړ ملګرتوب ډاډ ورکوو.
 
دافغانستان دملي ارزښتونو او ویاړلي فرهنګ د پیاوړتیا په هیله
 
دافغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ مرکز