کابل، افغانستان ( د اپريل 8 مه ) – د غزني ولايت نړيول سوله ساتي ځواکونه په ګزمه بوخت و چې چاودنه رامينځ ته شوه او په پايله کې د نړيولو سوله ساتو ځواکونو يو سرتيرى مړ او بل يې ټپي شو.
لراوبر ته د ناټو د عامه اړيکو ددفتر له خوا په رارسيدلو معلوماتو کي د وژل سوي او ټپي سوي سرتيري د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړه سوي .
د ياد سوي دفتر له خوا په يوه خبرپاڼه کي د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ پرونۍ هغه پېښه چي په پايله کي يې ۱۷ د سړک جوړني کارکوونکي ووژل سوه او ۱۲ نور ټپيان سول ، غندلې ده .