نيويارک ټايمز د يوه افغان چارواکي په حواله وايي چي د کابل بانک په قضيه کي ٢١ تنه ښکېل کسان ځانګړي محکمې ته لېږل سوي چي په هکله يې فيصله وکړي.
راپور وايي دغه محکمه د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي فرمان پر اساس جوړه سوې، چي د کابل بانک د رئيس او اجرائيوي مدير به ګډون به ټول متهم کسان پکښي محاکمه سي.
کابل بانک دوه کاله دمخه وروسته له هغه مفلسه سو، چي د بانک غټ ونډه وال شيرخان فرنود په سوو ميليون ډالر په قمار کي بايلودې. وروسته څېړنو وښوده چي د بانک نورو شريکانو هم په غيرقانوني توګه په ميليونونو ډالر د خپلو شخصي کاروبارونو دپاره ايستلي دي.