کور / تازه خبرونه / خوست : نوې امنيه قومانداني جوړه سوه

خوست : نوې امنيه قومانداني جوړه سوه

د خوست ولايت د اسماعيل خېلو او مندوزيو اولسواليو له پاره نوې امنيه قومانداني چي د جوړېدو چارو ئې شااخوا يونيم کال ونيوى او د Corps مؤسيسې له خوا شااوخوا د يو مليون امريکايي ډالرو په لګښت جوړه سوه او نن ورځ ګټي اخستني ته وړاندي سوه.
د پرانستني په دې مراسمو کي د دې ولايت والي عبدالجبار نعيمي ، د دې ولايت امنيه قوماندا سردار محمد ځاځي او يوشمېر نورو اړونده کسانو ګډون کړى ؤ.
والي په دې اړه خبريالانو ته وويل چي ياده وداني چي ١٣ خوني لري يو پر ځاى کار ترسره سوى او امنيه قوماندان بيا دا د امنيت له پلوه او په امنيت راوستو کي يو مرکز و باله.