افغان امنيتي ځواکونه وايي چي د هِواد دننه د هلمند په ولايت کي ئې د وسله والو طالبانو د ستر مشر ملا محمد عمر آخند د دوهم مرستيال ملا عبدالقيوم ذاکري ورور ملا عبدالسلام عايد د خپلو ٢٥ نورو طالب ملګرو سره يوځاى وژلى.
د دې هِواد د ملي امنيت رياست وايي چي نوموړى د کجکي اولسوالۍ له پاره د وسله والو طالبانو مهم جنګي قوماندان ؤ چي د بهرنيانو او افغان ملي اردو په ګډو عملياتو کي وژل سوى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.