د مڼې ګل د مشاعرې د یوولسم کال په مناسبت
ای د مڼې ګله ! ته څومره ښکلی یې ! الله تعالی تاته څه ښایست درکړی ! ستاښایسته تولد هر کال زما په وطن پسرلئ راولي ،زما د وطن په سردرو کې ستا عطرونه د سهار له وږمو سره د ترنم په ژبه د وردګو هر کور ته د ښکلا ، مینې ، خوښۍ او امیدونو زیري رسوي ، ته څومره ښایسته یې ! ستا په غوړیدو ، د وردګو په لر او بر کې زموږ کلي او کورنه څومره ښکلي ښکاري ،داچې ته ښکلی یې نو ځکه دې نجونې په پیکیو او ځوانان په شملو کې ټومبي ،که ځینې خلک د وچو سنځلو ،او ترشو نارنجو په ښکلا کې سندرې وایې، ته خو له هغو ټولو حق داره یې چې زه دې وستایم ځکه ستا په ښکلي جوړښت کې ماته د الله تعالی لوی عظیم الشانه قدرت او جمال ښکاري ، له انسان سره د هغه ( الله) مینه ښکاري ، ځکه ته او ستا میوه یې زموږ ( انسانانو)د خوښۍ لپاره پیدا کړي ،ما به چې کله د تورې کلا ، بلغنچې او …. د غونډیو له پاسه لاندې په دره کې ستا ننداره کوله،ډیر ځله به ستا په تماشه کې دومره ډوب شوم چې د راتلو لامل به راڅخه هیر شو، ستاد خالق په لوی قدرت کې به ډوب ولاړم او هغه ته به مې د کړنګ د پاسه په داسې حال کې د شکر سجده وکړه چې هر لور به ښکلو ګلانو په موسکۍ موسکۍ راته خندل . یواځې ته ښکلی نه یې ، ستا میوه هم دومره ښکلې او خوږه ده ،ستا میوه ناروغو زړونو ته روغتیا وربښې ،ستا میوه د ناروغانو درمل ، د روغانوخوښي او د میلمنوسوغات ده ،هغه دومره ښایسته ده چې زما وطنوال خپل میلمه ته عزت پرې ورکوي ، او هغه الله تعالی زما د خوښولو لپاره خلق کړي ، نو ای د مڼې ګله !همدا لامل دی چې زما د وطن ماشومان او ځوانان دې په سندرو کې ستایي ، ستا په راتګ شعرونه او ترانې وایې ، او داچې لا د وردګو زلمیانو خو هوډ وګړچې ستا د میلاد په مناسبت به هر کال مشاعره جوړوي ، څوک به دې سرې پاڼې ستایی ، څوک به دې سرې او سپينې مڼې ، څوک به دې یخ سیورۍ،او څوک به ستا په لیدو د خپل پرودګار د لوی قدرت ثنا او ستاینه کوي ، ډیرو شاعرا نو خو هوډ وکړ چې د هغو چا په هکله به ستاسره خپل خپګان شریکوي چې ستا په ښکلو پاڼو د باروتو تور لوګي شیندې ، ډیرو خو ستا راتګ ددې بهانه ګرځوله چې د خپل وطن ویجاړې ، د خپلو مظلومو وطنوالو د مظلومتوب غږ تر نورو ورسوي .. هو ستا راتګ دومره بختور ؤ چې زما د وطن شاعرانو به د خپل ژوند ټولې ناخوالي او مظلومیتونه تاته حکایت کول ،او ستا په پاڼو به یې خپلې ناخوالې او نادودي لیکلې تر څو د وخت د واکمنو غوږونو ته ورسیږي ،د خپلو شهیدانو نومونه به یې پرې لیکل ، د کونډو او یتیمانو اوښکې به يې پرې پاکولې ،په همدې موخه له نن څخه پوره یوولس کاله وړاندې ستا د تولد په مناسبت ستا هغو پالونکو د مڼې ګل په نوم د چک درې د لنګر په روزنتون کې د مشاعرې غونډه جوړه کړه چې هره ورځ به یې ستا د غوړیدو په موخه خپلې خولې تویولې ، هغوی به چې په سرو غرموکې ،ستا ترسیورې لاندې په ترنم سره ستایلې، راټول شول ترڅو په یوه پیاوړې غږ ستا په پاڼو د خپل هیواد ناخوالې ولیکي ، میړانې وستایی ،شهامتونه رایاد کړي، د زخمي زړونو زګیروي او آهونه د واکمنو غوږونو ته ورسوي ، ویده ضمیرونه راویښ کړي ، ناروغو زړونو ته د ملهم پټۍ ولکوي ،…هو دا غږ د وردګو په لر او بر کې بدرګه شو ،هرچا له هرې درې ورسره غبرګ ګړ ، له جلګې تر خواته ،له تنګي تر شیخ آباده ، له اونخې تر سیدآباده ، له نرخه تر جلریزه ، له شنیز ترجغتو… دا ترانه په یوه پیاوړي قوت سره د وردګو ټولو ځوانانو په ټولو سردرو کې په ترنم زمزمه کړه ،تر دې چې د هیواد نور شاعران ، ادیبان ،او سیاستوال یې هم د وردګو د سردرو لیدو ته رامات کړل ….
خو له بده مرغه ، هغه پیاوړی غږ اوترنم ورو ورو کمزوری شو د وردګو له باغونو رابهر شو ، دښارګوټو او ښاروالو میلمه شو …اوس هغو شاعرانو هیر کړی ، هغوی څوک مهاجر شول ، څوک مرور او څوک له باغوانه خفه او… اوس يې په یاد مشاعره د (دربار )په داسې تیارو کې راهیساره ده چې چاپیره ترې اغزن سیمونه راتاو دې، هلته ولاړې پهرې دې ، تالاشۍ دې او برچې دي ، هلته نه د مڼې د ګل بوی ترسپوږمو کیږي .او نه سیوري شته چې څوک ترې لاندې کښینې ،هلته نه اوس باغوان شته چې په خپلې ناخوالې پکښې زمزمه کړي ، او نه څوک ورته د وطن د ناخوالو د بیان اجازه ورکوي ، او نه هغه شاعر باغوان ورتلای شي چې تڼاکې لاسونه او چاودې پښې د مڼو د ګلانو پالنه کوي … هلته څو داسي ځوانان راټولیږي چې د مڼو ګل یواځې د تلویزیون او انترنټ په شیشه کې ګورې ، هغوی نه د مڼې د ګل له ښکلا سره بلد دي ، او نه د مڼې ګل وینې چې په سر کې ټومبلی یې په مشاعره کې وکرځوي ، خو ای د مڼې ګله ! بیا هم ته مه خفه کیږه ، دا هم ښه ده چې ستا په یاد دا غونډه جوړیږي … ای د مڼې ګله ته مه خفه کیږه . ډیر زر به ستا ریښتینی یاد یو ځل بیا د وردګو په سردرو کې زمزمه شي،په خپلو شملو کې به دې وټومبې د ګربت ،علیشې ، او سپیلنګ په غرونو به دې وګرځوي ، وګرځوې او راوګرځوې …
د مڼې ګل د سږنۍ مشاعرې راپور له دې ځايه وګورئ