د ولور د نامه په اوریدوسره انسان ته داسلام دمنوردین ونړی ته د راتګ دمخه دجهالت هغه وخت ورپه یادسی چی دوګړوپیراوپلور به دڅارویو په شان کیدئ اودبشریت ټول حقونه به ترپښولاندی کیدل شتمن اودواک خاوندانو به پخپله دارایی دغریب اومظلوموخلګواولادونه وپیرل چی دغه انسانانوته به مریی یاغلام ویل کیدل او د دوی په خوښه اواشاره به یی ترمرګه دژوندشپی اوورځی سباکولی اود دوی اطاعت به یی ده ځان مسلم حق ګڼی چی ترمرګه به یی دغه دغلامی توک په غاړه کی وواوخلګوبه په ټیټ نظرورته کتل .
زموږپه ټولنه کی اوس هم دولورپه نامه لوڼی اوخویندی په لوړه بیه پلورل اوپیرل کیږی چی دجهالت اوناپوهی ده توری دوری سره څه خاص توپیر نلری کوم چی پورته ورته اشاره سویده ده جګ اولوړو ولورونواخیستل په ټولنه کی منفی رقابت ته لارهواره کړیده اوداددی لامل سوی دی چی اوس دځوان اخلاق ،استعداداوداسی نورمعنوی قدرونه اوارزښتونه په پام کی نه نیول کیږی .
که موږچاته ووایوچی وروره ولی دومره ډیرولوراخلی داخوداسلام اودبشریت له اړخه ښه کارنه دی داظلم اوزیاتی دی نوپه جواب کی وایی ولی زمالورنو څه دفلانی ترلورکمه ده چی وړیا یی چاته په نکاح کړم په کورنی کی چی یوهلک دځوانی پړاوته ورسیږی بیادکورنی غړی دنوموړی ده واده په لټه کی سی ولی چاداسنت نبوی اویوطبعی کاردی اوددی موخی ده پوره کولولپاره ده یوبل سره صلاح اومشوری کوی ترڅودهلک لپاره دژوندیو ښه ملګری ومومی کوم وخت چی ددوی داهڅی بریالی سی نو بیاهغه کورته مرکه یاجرګه ورلیږی کوم چی دوی انتخاب کړی وی ترڅوددغه نیک کار د ترسره کولو لپاره یوده بل سره معلومات شریک او پرجزییاتووږغیږی .
کله چی دواړه لوری یوجوړجاړی ته سره ورسیږی بیاده انجلی دفامیل لخوا دانجلی ورکولوپه بدل کی مهریاولورټاکل کیږی چی دولوردټاکلووروسته دهلک اونجلی دنوی اوګډژوند دپیل لپاره هوکړه اوپریکړه کیږی اودغه پړاودکوزدی دمراسموپه پوره کولوسره پای ته ورسیږی په نړی کی دولوردود او رواج په بیلابیلوسیموکی جلاجلا ډولونه لری چی یودبل څخه ډیرتوپیرهم لری اودغه توپیرونه مثبت اومنفی بڼی لری چی پرټولنیزژوندیی اغیزی هم منفی اومثبتی پایلی لری په بعضوسیموکی ولوریوټاکلی قانون اوچوکاټ لری اودهغه قانون په اساس ولورټاکل کیږی چی هغه متل دی چی نه سیخ وسوځی اونه کباب خودپښتنوپه اکثره سیموکی ولورهیڅ قانون او چوکاټ نلری چی کله کله خودولورپیسی ترمیلیونوافغانیوورسیږی چی زموږپه ټولنه کی یوڅوبډایه اودګوتوپه شمیرخلګ دداسی لوړو ولورونو د ادا کولو وس اوتوان لری هغه پاتی خویی په تصورکی هم ددومره پیسوورکول شونی نه بولی اوځان ناتوانه اوکمزوره احساسوی چی دغه احساس یی بالاخره په احساس کمتری واوړی اودژوندپه هرډګرکی ځان ورته حقیراوناوسه ښکاری.دغه کارپه ټولنه کی ډیری بدمرغی زیږولی اوزیږوی یی ولی چی زموږټولنه یوغریبه اوناداره ټولنه ده چی زیات شمیروګړی یی په فقراوناداری کی ژوندکو ی او دولوردادروند پیټی دوړلوتوان نلری.
د ولور دود د افغانستان په بعضوسیموکی دسرطان دناروغی په شان یی په ټولنه کی داسی ریښی غځولی دی چی اوس ورڅخه خلاصون یو ناشونی کارمعلومیږی اکثره ځوانان موده ولوردګټلولپاره په هیواداوپه خارج کی په کلونوکلونومسافروی اوټوله ځوانی یی په ولورګټلوتیره سی تیره ورځ دیورسنی دلاری می خبرترلاسه کړ چی په پکتیاولایت کی قومی سپین ږیرو،مخورواوعلماوو دولورپه هکله جرګه وکړه او ولورته یی یومناسب نرخ تعین کړ او ویی ویل که کوم څوک ددغی پریکړی څخه سرغړونه وکړی هغه به ده کلی څخه په زور ایستل کیږی اوهیڅ نوعه راکړه ورکړه به هم نه ورسره کیږی خدای دی وکړی چی ورته پریکړی په ټول هیوادکی پلی شی او په ټول افغانستان کی دعمل جامه واغوندی چی ټولنه مو ددغه ناوړه رواج اوناروغی څخه خلاصه سی.
په درنښت