آيساف ځواکونه وايي چي په کنړ ولايت کي ئې د يو لړ جوابي ډزو په پايله کي ٨ وسله وال طالبان وژلي.
د آيساف ځواکونو په وينا چي ياد کسان وروسته تر هغه ووژل سول چي کله د دې ولايت په وټپور اولسوالۍ کي ئې د دوى پر يوه استوګنځاى بريد وکړ چي وروسته دوى جوابي بريد وکړ او د هغه په پايله کي ئې ياد کسان ووژل.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه نه تر اوسله افغان ځواکونه ناخبري ښيي او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه ويلي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه