د پاکستان هِواد امنيتي مسئولين وايي چي د دې هِواد په کراچي صوبه کي ئې پر يوه شکمن ځاى چاپه وهلې او درې شکمن کسان ئې نيولي.
د چارواکو په وينا چي ياد کسان ئې تر هغه وروسته په قائد آباد کي ونيول چي کله د هغي سيمي څخه چي اوس ورباندي چاپه وهل سوې، پر پوليسو ډزي وسوې.
چارواکي وايي چي د يادو کسانو سره ئې شااخوا شل موبايلونه هم نيولي.
چارواکي وايي چي ياد کسان چي يو ئې محمد اکبر د نور زوى ،بل انور د شفيق زوى او دريم غفران د فتح محمد زوى نومېږي او اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دي.