د يو ملت ترقي تل تر تله د هغه قوم د ماشومانو په ښه پالنه او روزنه منحصره ده دا ماشومان چې د خولې څخه يې د شيدو بوی ځي د ملي بهار تنکۍ تنکۍ غنچې دي دا چې ګلاب شي او خپل حسن ښکاره کړي خوشبويي به يې په جهان کې منتشره او خپره شي ددوی په نازکو لاسو کې د پولادو طاقت دی ددوی په وړوکي دماغ کې لوی واک او فهم دی ددوی فطرت عاليشان همت يې لوړ زړه او دماغ يې آزاد او خوی يې ښايسته دی
فقط د بنيادم لاسونه يا پاکه فرشته يا بې ننګ بې همته او بې عقل انسان ځنې جوړوي يانې ښه والی او بدوالی يې خاص په تربيت پورې اړه لري يو قوم چې هر څومره پدې دولت فخر وکړي هغه لږ دی رښتيا همدا د ترقي او راتلونکي سعادت مجسمې دي چې د پاکو ماشومانو په شکل نن زموږ په واک کې دي نو مو اختيار خپل که يې روزو که يې پريږدو ښايي چې د اولاد پالونکي مور او پلار پوه شي او خپله دنده وپيژني او دا ومني چې په لږ بې اعتنايي له ځان سره په زرګونو بې ګناه انسانان غرقوي
دغه ماشومان چې سبا به د ميرويس نيکه او احمد شاه با با ځای نيسي . مګر که موږ ددوی قدور ونکړو نو به مو په لوی لاس لال په ايرو کې پټ کړی وي
ددې غوټيو لومړۍ مالياره مور ده دا چمن چې دوی په کې خاندي د کور چار ديواري ده که بڼوال لايق او هوښيار وي نو به دا ګلونه شي د بلبل د قرباني او مينې قايل به شي بورا به يې در بان شي شبنم به يې وينځه شي تر سهاره به يې ګرزوي عالم به مست او بيخوده کوي
که بڼوال قابل او پوه نه وي د پسرلي را تلو نه مخکې به دا غنچې په خاورو کې توی شي نه به يې رنګ د چمن زينت شي او نه به يې خوشبويي زړه او دماغ تازه کوي هغه ژړا چې د بلبل په زړه کې غورځنګ وهي او د اظهار کوشش يې کوي هغه به يې په ستوني کې بندپاتي شي نو ايا اوس هغه خبره ثابته نشوه چې کوم لاس چې زانګو زنګوي هغه جهان زنګوي
وګوری نن زموږ هلکان او زامن په څه ډول ژوند کوي ايا ددې پاک او معصوم کوچني تعليم او پالنه به تاسې وکړی او که همغسې به پاتې شي زه يې منم چې تاسو د زامنو په پيدا کيدو ډېر خوشاليږی مګر د هغوی د آرام ، سعادت او انسانيت د ذدکړې وسايل مو هم سنجولي دي ؟ ايا دکوچني پر صحت تربيت او پالنه. څه فکر لری نو راشی د راتلونکي سعادت او لوړتيا غواړي خپل اولاد په ښه ډول وروزي.