دهلمند څخه را رسېدلی خبروايي چي نن یوځانمرګي بریدکوونکي چي دچاودېدونکو توکو صدرۍ یې اغوستې وه، کوښښ کاوه چي دافغان ملي پولیسو پرپوسته باندي ځانمرګي برید وکي خوپولیس دوخته ورته متوجې ول، کله چي دی دپولیسودپوستې خوا ته ورنزدې سو، پولیسودتوپک ټکان ورباندي وکړه اوله منځ یې یو وړﺉ.
هلمند په دې وروستیو کي یوځلي بیا دځانمرګوبریدونو هدف ګرځېدلی دﺉ. د ۲۰۱۲ له پیل څخه په هلمند کي ۹ ځانمرګي بریدونه سوي دي چي د ۲۰۱۱ کال دټولو ځانمرګوبریدونوسره ځکه مساوي دي چي تېرکال په هلمند کي لس ځانمرګي بریدونه سوي وه.