دبي بي سي او نیویارک ټایمز په حواله:
په افغانستان کي دملګرملتونو ځانګړي استازي جان کوبیس د جهارشنبې په ورځ یوه مطبوعاتي کنفرانس ته دافغانستان دملکي کسانو دمرګ ژوبلي په اړه وویل«د تېرو څلورو میاشتو په موده کي زموږ شمېرې ښئي چي د ملکي وګړو په تلفاتو کې یوویشت فیصده کموالی راغلئ دﺉ«
جان کوبیس وویل چي د ۲۰۱۲ کال له جنوري څخه تر اپریل پوري ۵۷۹ ملکي کسانو وژنه او ۱۲۱۶ زخمیان ددوی سره ثبت سوی دي
”ملکي وګړو ته د ټولو تلفاتو ۷۹ فیصده د حکومت د مخالفو ځواکونو، نهه فیصده یې د حکومتي ځواکونو او آیساف له خوا رامنځ ته سوي. او د ۱۲ فیصد نورو مسؤولیت لا چا ته نه دﺉ راجع سوی.”
د یوناما چارواکي د ملکي تلفاتو د کمښت خبره داسي مهال کوي چي دچهارشنبې په ورځ په دوو پېښو کي چي د پکتیا او ننګرهار په ولایتونو کي رامنځ ته سوې، ۱۳ عام وګړي په کښي ووژل سوه