نن سبا خو په دې پښتون دښمنه دور كې غيرتي او مېړنو پښتنو ته ډېرې زياتې مسلې ورپېښې دي، هغه دا چې جګړې، بې اتفاقي، ورور وژنه، او تر ټولو لويه پېښه د پښتون پر حق تېرى او داسي نور.
خو موږ نه پوهېږو چې پښتون په دې پوهېږي نه او كه ځان نه خبروي . كه نه پوهېږي نو په دې دي ځان خبر او پوهه كړي چې نن سبا پښتون ته ډېري مسلې ورپېښې دي چې مخنيوى يې په كار دى، ځكه چې تر څو به موږ داسي در په در يو او د پښتنې تور سرې عزت به له خاورو سره خاورې وي؟
او كه ځان نه خبروي نو ښه خبر دى چې په لوى افغانستان كې چې د پښتون لوى كور دى داسي چارې وشوې چې له ويلو لري دي، او كه پښتون وي چې وريادي شي نو ژړا به ورشي.
هلته د څومره مردار خوړو له لاسه داسي حالونه راغلل چې ورور يې د ورور دښمن جوړ كړ، خداى خبر چې دا حال به تر څو پوري وي او تر څو به دا مېړني بچيان د ظلمت او زلالت ژوند تېروي؟ تر څو به داسي در په در وي؟، تر څو به د پردو په مزدورۍكې لوېدلي وي؟، تر څو به ورته خلك پدر سوخته مادر سوخته وايي ؟ تر څو به ورته پونده او جاهل وايي ؟ تر څو به دوۍ د پرديو په كوڅو كې د بدحالۍ شپې او ورځې تېروي؟.
دلته چې په پښتونخوا كې د پښتون په خلاف كوم كارونه روان دي دا هم د فكر وړ دي، كلچر يې خراب شو، دود يې خراب شو ، ژبه يې خرابه شوه، او له دې سره سره يې په خپل حق باندي تېرى كېږي په جاحليت كې يې ساتلي دي، ځكه چې د دې خلكو خيال دي چې پښتون كام ترقي ونكړي ځكه چې بيا خو زموږ له چمبې څخه وزي .
خو دا ښكاره خبره ده چې څه وشوو له پښتون سره نو دا ټول هغه [ پښتون ] په خپل لاس له خپل ځان سره وكړو، هغه ده چې تر ټولو د مخه يې د بې اتفاقۍ لاره غوره كړه، او خپل سر يې خپل دښمن ته ټيټ كړ ، خو متاسفانه اوس هم وخت له لاسه نه دى وتلى كه بيا هم ټول پښتون كام يو اواز يو قوت ، او يو موټى شي نو خپل حق او باطل به و پېژني.
په كار خو دا ده چې كوم كام پرست مشران دي لكه محترم اجمل خټك، محمد افضل خان لا لا ، محمود خان اڅكزى، اسفنديار ولي خان،رفيق پښتون ، ايوب اپريدى ، همدا رنګه مولانا فضل الرحمان او داسي نور چې د پښتنو مشران بلل كېږي او خلك هم ډېر په درنه سترګه ورته ګوري ، نو دوۍ دي واړه د خبرو اترو دپاره او د پښتانه د ژغورلو او د حق د خوندي ساتلو دپاره په يوۀ ټغر سره راټول شي، او دا ټوله پښتنه سيمه دي سره وتړي يو نوم دي وركړي او يو قوت دې كړي ، بيا به د دې خلك په مخالفت كې يو سازش هم څوك ونه كړي.
دلته دي په پښتو ژبه ليك لوست پېل كړي ، پښتو ژبه دي ژوندۍ كړي، پښتونواله دي ژوندۍ كړي ، د ټوپك ناوړه كلچر دي له منځه نوسي ، سركاري او دفتري ژبه دي پښتو كړي لوحې [ بورډونه ] دي په پښتو كړي [ لكه څنګه چې ډېر كلونه وړاندي په سهيلي پښتونخوا كې د پښتونخوا ملي غوامي ګوند له خلكو سره دا مرسته كوله چې د دوكانونو او نورو كاروباري مراكزو بورډونه به يې په وړيا ډول په پښتو ژبه ورته ليكل چې له دې سره هم د خلكو تر يو څه بلكې تر ډېره حده پوري پښتو ليك لوست زده كېدل او هم پښتو ژوندۍ پاته كېدله ، خو له بده مرغه چې دا كار بېرته بند كړى شو ] مجلې ورځپاڼې ، او جريدې دي په پښتو ژبه چاپ كړي چې د خلكو پام ورته راوګرزي د پښتو د زدكړې وخواته نو له دې سره به د پښتو او پښتنو سر بېرته لوړ ، او له ګرېوانه به يې پردي لاسونه و خېژي .