دتخارولایت څخه را رسېدلي خبرونه وایي چي دملي جبهې مشران دجنرال دوستم په شمول دتالکان ښار دښاروالۍ په پارک کي دیوې سیاسي غونډي په موخه سره راټول سوی دي. په ښار کي پولیس هر ځای تلاشي کوي چي ښار ته دخلګو دخول او خروج یې خورا ستونزمن کړی دﺉ. دا په روانه میاشته کي دجنرال دوستم او ملي جبهې چي دشمالي ټلوالي څخه تشکیل سوې ده دریمه غونډه ده چي په شمال کي جوړیږي.