د افغانستان او امريکا هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون لاسليک موضوع د تېرو دوه کالونو راهيسي ګرمه شوې وه، پدغه برخه کې به کله د امریکا حکومت او کله هم د افغانستان حکومت د خپلو خلکو سره سلاء مشورې کولې، په همدې اړه په کابل کې دوديزه لويه جرګه تېر کال جوړه شوه، چې پکې ۲۵۰۰ کسانو ګډون کړی وه، پدغه کسانو کې د ټولوولایاتو مخور مشران، روشن فکران، د مدني ټولنو استازو، د بشري حقوقو فعالانو، د ملي شورا غړو، واليانو، وزيرانو، رئيسانو او په بهر کې ميشته افغانانو هم ګډون کړی وه، دا جرګه چې د کابل په پوليتخنيک پوهنتون کې جوړه شوې وه او درې ورځې يې دوام وکړ د رايو په اکثريت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژیک تړون تصویب کړ، مګر ځیني مادې يا ملحوظات يې هم درلود چې بايد دهغه مادو او ملحوظاتو وروسته داسند لاسلیک شي، پوره يو کال وروسته ځيني هغه مادې او ملحوظات حل شول او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک تړن د روان کال د ثور د مياشتې په ۱۳ نېټه د شپې لخواء په کابل کې د امريکا او افغانستان د جمهوري رئيسانو لخوا لاسليک شو، داسند چې ګاونډيآن يې هم ډېر په تشویش کې اچولي، هغوی هم خپل نظرونه او تشويشونه لري، چې وار د مخه یې خپل تشويشونه له افغان حکومت سره شريک کړي، مګر افغان حکومت ورته په وار وار ويلي، چې په هېڅ صورت به امريکا او د هغې متحدينو ته دا اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خوارې پر ګاونډيانو کوم فشار راوستل شي، او نه هم په ستراتیژيک تړون کې داسې څه شته چې د هغوئ له وجهې دې، ګاونډيان خطر احساس کړي.
ځيني شننونکي هم پدې آند دي چې همدې ګاونډيانو (پاکستان او ايران) د امريکا له متحده ايالاتونو سره ستراتیژيک تړون لاسليک نشي، ځکه همدې هېوادونو په تېرو کالونو کې د هېواد په داخلي چارو کې بربنډې لاسوهنې کولي، افغانان يې هغه څه نه ته پرېښودل چې دوی (افغانانو) ته د هوسا او ارام ژوند سبب ګرځيدلي وای، ګاونډيانو غوښتل چې همېشه افغانان د خپل سپر په توګه وکاروي، او د افغانانوپه کورنيو چارو کې مداخلې وکړي.
د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون سره د ملي شورا ځيني ایراني الاصله غړو هم مخالف وه، دوی همېشه تاکيد کوه، چې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ دې ستراتيژيک تړون لاسليک نشي، همدا غړو دوديزه لويه جرګه هم نه منله، او ويل يې چې په هغه هېواد کې چې پارلمان او يا مشرانو جرګه موجوده وي، دوديزه لويه جرګه هېڅ معنی نه لري، چې يو له هغوئ څخه په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې آغلې فوزيه کوفي وه، فوزيه کوفي د دوديزې لویې جرګې وړاندې په وار وار د مطبوعاتو په مخکې ويلي چې دا جرګه د منلو نده، ځګه اوس وخت کې هېواد د ملي شورا لرونکی دی.
د ګاونډيانو ښکاره لاسوهنې هغه وخت ټولو ته جوته شوه، چې په کابل کې د ايران سفير د مشرانو د جرګې له رئيس ښاغلي فضل هادي مسلميار او د دغه جرګې له يو شمېر نورو غړو څخه غوښتنه وکړه، چې بايد د امريکا او افغانستان تر منځ لاسليک شوی ستراتيژيک تړون دغه جرګه تصويب نه کړي، ځکه چې د یاد تصويب په لاسلیک کولو سره ایران نشي کولای د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ياد راپور وروسته پرون ورځ خبري رسينو يو خبر خپور کړ چې ايران دولت د پارلمان په ډيرو غړو پیسي ويشلي ترڅو په هغه غونډه کې ګډون ونکړي، په کومه غونډه کې چې د امريکا او افغانستان تر منځ د لاسليک شوي ستراتیژيک تړون تصويب کېږي، يعنې که چيرته اکثريت رايې د تصويب لپاره ورنکړل شي، بیا دا سند نه تصويب کېږي، د خبري رسينو د راپورونو په اساس چې تېره ورځ (26/05/2012) د پارلمان نږدې اويا غړو په شورا کې ګډون نه درلود، داسې ګونګسۍ هم شته چې دا ټول هغه غړي وه، چې د ايران حکومت لخوا ورته پيسې ورکړل شوې وي، که څه هم نږدې مياشت وروسته لاسليک شوی سند ولسي جرګې ته د تصويب لپاره وړاندې کېږي خو بيا هم د ملت اويا استازي په غونډه کې ګډون نه کوي، که له يوې خوا افغان حکومت او نړيواله ټولنه د پرونۍ ورځې غونډه او د سند تصويب لويه لاسته راوړنه او د ګاونډيانو پر مخ کلکه سپيړه بولي، خو له بلې خوا دا هم د تشويش او فکر خبره چې ایران اوس هم يوازې په ولسي جرګه کې د ۷۰ کسانو په شاوخوا کې خپل نږدې او د ايران نفعو ته ژمن کسان لري.
دا مسوليت خپله دولسي جرګې د غړو دی، چې نور هغه اشخاص او استازې د ملت په کور کې د ټولو خبري رسنيو په مخکې ملت ته وښايي چې څوک د ايران او يا هم د پاکستان د ګټو لپاره دې جرګې ته لار پيدا کړي او د افغانستان په خاوره کې دګاونډيانو ګټې ګوري، کشفي او استخباراتي مامورين هم بايد متوجه شي، ترڅو هغه څهرې بربنډې کړي، چې د افغانستان په خاوره او کورنيو چارو کې د ايران ، پاکستان او يآ هم د بل ملک ګټې ګوري.