کور / تازه خبرونه / پکتيا: د يو ماين ښخوونکي د وژل کېدو خبر ورکړل سو

پکتيا: د يو ماين ښخوونکي د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يو ماين ښخوونکى وژل سوى.
د چارواکو په وينا چي نوموړى کس هغه وخت ووژل سو چي کله ئې غوښتل د سړک غاړي ماين ځاى پرځاى کړي چي په دې ترڅ کي ماين پر چاودلى او هغه ئ وژلي.
د دې ولايت مرستيال والي عبدالرحمن منګل د پېښي پخلى کوي او وايي چي د دې ترڅنګ تېره ورځ د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته سوې او په پايله کي ئې دوه وسله وال وژل سوي.
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.