کور / تازه خبرونه / طالبان: څلور پوستې مو ونيولې

طالبان: څلور پوستې مو ونيولې

وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړى چي په بدخشان ولايت کي ئې تېره ورځ عمليات کړي او د هغوى په پايله کي ئې څلور پوستې او يوشمېر وسلې او مهات نيولي.
وسله وال طالبان ليکي چي ياد عمليات ئې تېره ورځ ماځيګر مهال د ياد ولايت د وردوج اولسوالۍ په قريه غنيو سيمه کي کړي .
طالبان ليکي چي په دې بريد کي ئې ٢٦ پوليس وژلي ، يوشمېر نور ئې ټپيان کړي او دوه تنه نور ئې ژوندي نيولي.
او د دې ترڅنګ ئې شپږ رېنجره او ودانۍ په بشپړ ډول له منځه وړي.
او همدا ډول وسله وال زياتوي چي په دې بريد کي د حکومتي لوري په ډزو کي يو وسله وال طالب هم وژل سوى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه اړونده چارواکو څه نه دي ويلي.