د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحث یوه برخه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو مسئلې او د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې ته ځانګړې شوې، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.
ملي باور:
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې په دې مسئلې بحث کړې، چې په ایران او پاکستان کې میشت افغان کډوال ولې زورول کیږي او په زوره ایستل کیږي.
ورځپاڼې لیکلي، وروسته له هغې، چې افغانستان د امریکا په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو او همکاریو سندونه لاسلیک کړل، په دغو دوو هېوادونو کې د میشتو افغان کډوالو حالت نور هم خراب شو.
ورځپاڼې لیکلي، چې په کابل کې د ایران سفیر لا پخوا د مشرانو جرګې له رئیس سره په کتنه کې ویلي وو، که له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو سند تایید شي، نو ایران به سخت غبرګون وښیۍ.
ورځپاڼې لیکلي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره شوې وروستۍ پریکړې دا جوتوي، چې دغه دواړه هېوادونه نور نو له افغان کډوالو څخه ناوړه ګټه نشي اخستلای.
ورځپاڼې دا اټکل کړې، چې ممکن له دې وروسته په ایران او پاکستان کې میشت افغان کډوال له نورو زیاتو ستونزو سره مخامخ شي.
د ورځپاڼې په وینا افغان دولت ته پکار ده، چې د کډوالو د ستونزو د هوارولو او د دوي د بیرته راګرځولو لپاره پراخ امکانات برابر کړي، چې په دې ډول به دوي له ستونزو وژغوري او له بل لوري به په هېواد کې د ګاونډیو د لاس وهنې امکانات هم راکم کړي.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې ایران او پاکستان افغان کډوالو ته په دوو پلمو وخت ټاکلې، چې خپل هېواد ته ستانه شي.
ورځپاڼې وړاندې که څه هم د دغو پلمو په اړه زیات وضاحت نه دې ورکړې، خو لیکلي، چې دا دواړه هېوادونه له افغان کډوالو نه په افغان حکومت باندې د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
ورځپاڼه لیکي، چې ایران اوس اوس افغان دولت دې ته اړ کړ، چې په ایران کې په میشتو افغان کډوالو د دوي له لارې پاسپورټونه وویشي.
ورځپاڼه لیکي، چې زیاتره افغان کتونکي په دې باور دي، چې د ایران له خوا په افغان کډوالو د پاسپورټونو ویشل ځکه خطرناکه دي، چې ایران هڅه کوي د دغو پاسپورټونو له مخې خپل یو شمېر جاسوسان افغانستان ته راواستوي.
ورځپاڼه لیکي، چې اوس اوس د ملي امنیت ادارې د ایران څو جاسوسان نیولي او دې مسئلې په هېواد کې د ایران د لاس وهنې په اړه پراخې اندیښنې زیږولي دي.
محور:
محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغان حکومت هغو هلو ځلو ته کتنه کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره یي کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د کډوالو چارو وزیر د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته روان شوې، څو ددغه هېواد له چارواکو سره د هغه ضرب العجل په اړه خبرې وکړي، چې افغان کډوالو ته د وتلو لپاره ټاکل شوې.
ورځپاڼې لیکلي، چې دغه پلاوې به په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د قانوني کولو هڅه وکړي، چې پاکستان غیر قانوني بللي او د ایستلو امر یي کړې.
د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته بله مهمه مسئله ده، چې د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو راخیستې.
خدمتګار:
خدمتګار لیکلي، چې د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ دا نښته له نیمروز سره په ګډه پوله د اوبو په سر رامنځ ته شوې.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د دې نښتې په اړه، چې د دوو ساعتونو لپاره روانه وه او په کې درې ایراني پوله ساتونکي ټپیان شوي څیړنې روانې دي، خو د افغان پوله ساتو ځواکونو د افسرانو په حواله ویل شوي، چې ایرانیانو غوښتل په افغان خاوره کې د اوبو پنځه دیرش واټر پمپونه ولګوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د ایران دا دعوه په همدې ځای پای ته نه رسیږي، بلکه دغه هېواد په نیمروز کې د کمال خان، په فراه کې د بخش اباد او به هرات کې د سلما بند د پروژو په وړاندې هم خنډونه جوړوي او دا بندونه د ځان په زیان بولي.
محور:
محور هم دا نښته تایید کړې او لیکلي، چې ددې نښتې اصلي لامل د ایراني ځواکونو لخوا په افغان خاوره کې د واټر پمپونو لګول وو، چې افغان پوله ساتو ځواکونو یی مخه ونیوله.