پېښور: په پېښور کې دقامي جرګې باني قام پرست مشر او سياستوال افضل خان لال په خپله مرکه کې وويل دجرګې دجوړولو په اهدافو او په اوس وخت کې چې دپښتنې سيمې په سينه دکلونو کلونو راپديخوا جګړه روانه ده او دپښتنو کورونه پکې تباه کيږي ، پښتانه پکې وژل کيږي ددې ټولو ستونزو دحل لپاره افضل خان لال دمرکى په لومړى سر کې وويل چې دامن دراتلو دپاره يوازينې لاره جرګه ده . افضل خان لالا چې دجرګې لرغونى تاريخ ته نظر وکړو وى ويل دپښتون قام ټولې ستونزې دجرګې په سستم سره حل کړل شويدى . په اوس وخت کې چې لا هم دپښتنو په خاوره دپرديو داهدافو دپوره کولو دپاره مرګونى او دپښتنو دتباهيو جنګ روان دى . دواړه خواو شرق او غرب خپل خپل اهداف پوره کړل او بيا هم دافغان خاوره دجنګ ميدان پاتى دى ددې جنګ بندولو دپاره څه لاره پاتې ده ؟ څوک به دا جنګ پاى ته رسوي ؟څه ډول به دي پښتنې سيمې ته امن راځى قامي مشر افضل خان لالا په خپلو وينا کې دټولو پوښتنو ځوابونه ورکړل وى ويل :مونږ دهمدې مقصد دپاره دا جرګه راوبلله او پدې نازک وخت کې چې دهرى خوا نه دپښتون پر خلاف سازشونه روان دى دپښتنو سره يې دجرګې بله لاره نشته مونږ ټولو پښتنو مشرانو ته دادخيبر پښتونخوا پښتانه مشران دي دپاکستان په نورو سيمو کې دي ، بره پښتونخوا کې دى او که په بهرنيو ملکونو کې ټولو ته مو بلنې ورکړيدى چې راځى ددې ستونزى دحل دپاره سره جرګه شو او ددې مرګونى جنګ نه دخلاصون او خصوصاً دپښتنو په سيمه کې دامن دراوستلو دپاره لاره پيدا کړو .اوس دا ددې رابلل شوو پښتنو مشرانو دمشورو او دستونزو نه رايستلو حل لارى لټولو وخت دى که مونږ خپله په خپله خاوره دامن دراوستلو کوشش ونکو په خپلو کې دجرګې په وسيله داخاوره له جنګه خلاصه نکړو نور او يا په بله وينا پردى خو زمونږ ستونزى نه حل کوي . پرديو خو زمونږ په خاوره دخپلو اهدافو پوره کولو دپاره جګړه شروع کړيده اداف يې خپله پکې پوره کړل او لګيا دى پوره کوى يې تباه کيږي پکې پښتانه .افضل خان لالا په خپلو لومړنيو دوه تربيتى غونډو کې چې ددې لوى غونډى ( قامى جرګې ) دپاره يې کړيدى همدا وينا کړيده او په هره غونډه کې يې پدې خبره زور ورکړيدى چې مونږ دخپلو ستونزو دحل دپاره سره جره نه شو خپلې سياسى ډلې دې ته راضى نه کړو چې خپل سياسى اختلافات شاته کړى په يو بليټ فارم دا پښتانه سره راټول نکړو بله لاره نه لرو . که دا جګړه په خپله ختميدى نو تقريباً تر ٣٥ کالو زياته موده وشوه چې دپښتنو په سيمه کله په يوه نامه او کله په بل نامه کله ديوه لورى او کله دبل لورى دا جګړه دپښتنو په سيمه روانه ده او دانده څرګنده چې د پرديو داهدافو دپوره کولو او دپښتو په خاوره دپښتنو دتبآهيو پيل شوى جګړه به تر کومه روانه وي .افضل خان لالا په خپلو ويناو کې پدې هم ټينګار وکړ چې دپرديو لخوا زمونږ په سيمه دا جګړه دڅه دپاره وشوه هغه ټولې دنيا ته روښانه ده خو زمونږ د پښتنو دپاره اوس پدې نازک وخت کې څه کول پکار دى دا چې مونږ په خپلو کې سره جرګه نشو ماته يې بله غوره لار نه ښکاريږي مونږ چې قامي جرګه رابللى ده او دهر تنظيم دپاره مو دخپل فکر مطابق دوينا وخت ورکړيدى بايد هر څوک دخپل فکر له مخې ددې ستونزى دحل لپاره ازاده او په خلاص زړه وينا وکړى دا يوه خبره ضرورى ګڼم چې دا جرګه مونږ دخپلو ستونزو دحل لپاره رابللى ده بايد يو پر بل او يا د نورو دزړو پاليسو اعتراضات ونکړو که مونږ پدې جرګه يو پر بل اعتراضات کوو چې دا جنګ په کومه او کومه پاليسي پيل شويدى بيا زمونږ يووالى ته هم تاوان ورسيږي او خپل اصلي مقصد چې ددې پښتنې خاورې نه جنګ څه ډول ختم کړل شى دا به رانه پاتي شي . مونږ بايد په شريکه سره څرنګه چې دجرګو تاريخ دى او خپلو ټولو سختو مسئلو ته دحل لاره څنګه لټولې شو په هغې باندې خپل نظرونه سره شريک کړو .افضل خان لالا دخپلو ويناو په اخر کې وويل چې دپرديو طاقتونو لخوا چې پدې خاوره جنګ شروع شويدى