کور / تازه خبرونه / په پېښور کې ملي جرگه پيل شوه

په پېښور کې ملي جرگه پيل شوه

پېښور:په پېښور کې ملي جرگه پيل شوه چې دوه برخې يې درلودې دلومړۍ برخې مشري يې دامن شاعر پيرګوهر په غاړه وه اوکوربه يې افضل خان لالا وه او ددويمې برخې مشري يې ملک درياخان زخه خيل کوله د پاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وئيلي دي چې دافغانستان څخه بهرنو پوځونو ته وتل پکار دي خو هغوئ بايد ترهغې افغانستان کې وي ترڅو چې دغه هيواد پخپلو پښو نۀ وي اودريدلى چې دا شان افغانستان د تيرو وختونو په څير بد لوري ته لاړ نه شي.هغه دغه خبرې دپيښور په نشترهال کې پيل شوې دوه ورځنۍ قامي جرگې ته پخپله وينا کې کړي دي.دغه جرگه چې د عوامي نيشنل پارټۍ يو مشراؤ نوميالي سياستدان افضل خان لاله رابللې ده پکې د پاکستان د بيلابيلو سياسي اؤ مذهبي گوندونو،غيرسياسي سازمانونو اؤ مدني ټولنو مشران برخه لري. د جرگې مقصد د پښتنو په خاوره د امن تامين اؤ د جگړو اؤ ستونزو د مخنيوي لار لټول دي.جرگه کې د پاکستان دبيلابيلو سيمو د پښتنو په شمول د قبائيلي سيمو اؤ افغانستان څخه راغلي يو شمير ليکوالان، پوهان اؤ ټولنيز شخصيات هم شامل دي.دغه قامي جرګې ته پخپله وينا کې وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وويل چې دافغان ستونزې هوارى دپاکستان څخه پرته ممکن نۀ دى او ددې لپاره چې دپاکستان او افغانستان ترمينځ دباور کوم کمى دى هغه به لرې کول وي او بايد دغو هڅو ته ددواړو هيوادونو تائيد ترلاسه وي ،وزيراعلي ويل له دې وروستو په دې سيمه کې دامنيت ټينګښت ممکن کيدى شي خو په افغانستان کې پښتنو ته ديو بااختياره قام درجه ورکړل کيدل پکار دي. هغه وويل پښتون قام ترهه ګر نۀ دى بلکې هغوي ديوې پرامنه ټولنې په توگه نړۍ کې ژوند تيروي خو نن چې په سيمه کې کوم حالات رامينځته شوي دي هغه ددې ځايې زيږنده نۀ دي بلکې د بهر څخه په پښتنو تپل شوي دي.هغه وويل په پښتنه ټولنه کې دستونزو دهواري لپاره جرګه يو منل شوى حقيقت دى او يقيناً چې دا جرګه به دګڼو ستونزو هوارى راوباسي ،امير حيدر خان هوتي وويل دوي ته به ددې پوښتنې ځواب لټول وي چې په تيرو وختونو کې په لکونو پښتانۀ ولې ووژل شول او بايد اوس دراتلونکي لپاره څه تګلاره خپلول پکار دي.وزيراعلي وويل په افغانستان دروسي د بريد وروستو دټولې سيمې حالات بدل شول او دروس په بريد کې دومره پښتانۀ نۀ دي وژل شوي څومره چې وروستو دجګړې په مهال ووژل شول.هغه وويل چې دتير وختونو د غلطو بهرنو تګلارو له امله دقبائيلي سيمو حالات زيات خراب شول او هلته دپوليټيکل انتظاميې او جرګې پځايې يو دريم قوت خپل ځايې جوړ کړو چې دهغوي دمخې نۀ نيولو له امله خيبرپښتونخوا او هيواد دبارودو په ډيري بدل شو.هغه وويل چې په قبائيلي سيمو کې اصلاحات دوخت مهم ضرورت دى خو بايد دغه اصلاحات ددغه ځايې دسيمه ييزو خلکو په خوښه وي.
اميرحيدر خان هوتي وويل ترڅو چې دقبائيلي سيمو لپاره اصلاحات نۀ وي شوي تندلاري به د حالاتو دکمزورو څخه ګټه پورته کوي.
وزيراعلي وويل جرګې ته دکاميابۍ ترلاسه کولو لپاره دسياسي او مذهبي ګوندونو سره دسياسي تړون څخه بالا سوچ پکار دى او ورته به داسې تجويزونه ورکول وي چې دسيمې دامنيت لپاره ګټور ثابت شي او هم دا وجه ده چې هغه په جرګه کې دوزيراعلي په حيثيت نۀ بلکې ديو پښتون په حيثيت شامل دى.
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين هم دغه قامي جرگې ته وينا وکړه اؤ وئ وئيل افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره بايد دريواړه هيوادونه پاکستان، امريکا او افغانستان دباور جوړونې دفضاء بحالۍ لپاره د ګډې تګلارې دعمل په ذريعه دخبرو اترو لاره خپله کړي او که چرې بيا هم دغه خبرې اترې ناکاميږي نو بيا دريواړو هيوادونو ته په ګډه توګه دترهه ګرو په ضد گامونه اخستل اؤ د هغوئ جرړې ويستل پکار دي.
ښاغلي افتخار حسين وويل دپښتنو ټولې ستونزې دجرګې په ذريعه هواريږي او په پيښور کې جوړه شوې دامن دغه ملي جرګه به دامن دهاغه عمل تسلسل وي چې دهغې لپاره دسيمې اولس ديرشو کلونو راهسې در په در تندکونه وهي.
هغه وويل افغانستان کې تر ننه چې کوم فريق هم طالبانو سره بيل مذاکرات کړي هغه دناکامۍ سره مخ شوى دى ، ځکه دريواړو هيوادونو امريکا، افغانستان او پاکستان ته به دمذاکراتو دعمل څخه وړاندې دباور کمى لرې کول وي او له دې وروستو په سيمه کې دامنيت ټينګښت ممکن کيدى شي.
د پيښور په نشترهال کې قومې جرګې ته دوينا څخه وروستو ډيوه راډيو سره دخبرو په مهال ميا افتخار حسين وويل اوس مهال دپاکستان، امريکا او دافغانستان ترمينځ دباور سخت کمى دى او هم ددغو حالاتو څخه دګټې پورته کولو سره تندلاري په سيمه کې ځان مضبوطوي.
هغه وويل چې عوامي نيشنل ګوند په خبرو اترو باور لري خو بايد دمذاکراتو څخه وړاندې افغانستان، پاکستان او امريکا پخپلو کې په يو بل باور وکړي.
د اطلاعاتو صوبايي وزير وويل دريواړو هيوادونو ته به په يوه ګډه نکته يو ځايې کيدل پکار وي او کله چې دريواړه هيوادونه ګډه تګلاره خپله کړي نو بيا ورته دطالبانو سره ديوې واضحه ايجنډې او مقرر شوې ډلې سره خبرې کول پکار دي ، خو ددغو مذاکراتو په مهال به طالبانو ته هم دخپلې ډلې اعلان کول وي او که چرې دغه مذاکرات ناکاميږي نو دطالبانو په ضد دګډې تګلارې په ذريعه گامونه اخستل پکار دي. د خیبر پښتونخوا وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي ويلي، تر څو پورې چې په افغانستان او پاکستان کې پښتنو ته دروانې شخړې د هوارولو لپاره پوره واک واختیار نه وي ورکړل شوی نو په سیمه کې پوره امن نه شي راتلالی وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي جرګې ته وویل په افغانستان کې سوله او امن د پاکستان او سیمې د امن ضمانت دی.نوموړي زیاته کړه چې د اندېښنې وړ بله خبره دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا وخت پر یو بل د باور او اعتماد کولو کمی دی. هغه وویل مسله یوه، دواړو ته یو تکلیف ورپېښ دی خو د اعتماد فقدان دی. دده په خبره تر څو پورې چې د اعتماد دا کمی موجود وي دواړه ملکونه له دې روان بحرانه نه شي راوتلی.هوتي وویل، دده په اند چې د پاکستان او افغانستان له ملکونو زیاته ذمه واري پر لروبر افغان ولس راځي چې د امن لپاره ګډې هلې ځلې وکړي. تر هغو چې د پښتنو په لوی کور(افغانستان) کې امن نه وي راغلی د امن تمه نه شي کېدای
دی وايي ترڅو پورې چې په سیمه کې د امن راوستو لپاره د پښتنو کردار او رول نه وي تسلیم شوی نو پردي خلک د پښتنو د مقدر او قسمت فیصلې نه شي کولای. امن به د پښتنو په تسلیمېدو سره راځي. امن به هله راځي چې پښتانه ته دا واک او اختیار ورکړل شي چې په سیمه کې به سوله څنګه راځي.وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي زیاته کړه چې امن به د لروبر پښتنو په لویه جرګه سره راځي او په دې بهیر کې د سیاست هیڅ ګنجایش نشته. ده وویل، که په جرګه کې سیاسي خبرې پيل شي نو هره ډله به د ځان درناوی او د بل سپکاوی پیل کړي او د خپل دریځ د سپیناوي لپاره به له سهاره تر ماښامه دلایل وايي چې پای به یې نه وي. ده وویل د هغه په اند په دغسې جرګو کې باید پر یوه ټکي د جرګې برخوال یوه خوله شي او هغه دا چې د پښتنو په سیمه کې امن، امن او بس امن غواړو.په پېښور کې قامي جرګه نن د می په ۲۹مه نېته (نهې ورځ)د پښتون سیاستوال افضل خان لالا په بلنه جوړه شوې چې په کې له افغانستانه، خیبر پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا(بلوچستان) ، منځنۍ پښتونخوا( فاټا) او د سیمې له نورو برخو پکې د بیلا بیلو ملتپالو،مذهبي او سیاسي ګوندونو استازو ګډون کړی دی.