ته چې ژړیږي ننګرهار هم ژاړي قندهار هم ، لغمان هم ژاړي روزګان هم ، پکتیا هم ژاړي او پکتیکا هم ،پامیر هم ژاړي او شمشاد هم .ته هم ملامت نه یې دومره سختئ او تکلیفونه که په بل چا باندې دتیرو دیرشو کلونو راهیسې تیر شوي وای نو اوس به یې زاره چاودلې وه ، اوس به یې نام او نښان ورک شوی وو .خو زه حیران ستا حوصلې ته یم کابل جانه چې ته اوس هم خپل زړه یواځې او یواځې په ژړا باندې اراموې ، اوس هم خپل ځان ته صرف په ژړا باندې تسلي ورکوي ، هغه چا رښتیا ویلي وايي چې اوښکې کړمه تویې نو مې زړه ایله ارام شي .
تا په دیرشو کلونو کې ، دیرشو کلونو کې ښه ورځ نه ده لیدلې ، هره ورځ دې په خپل وړوکي کور کې دغم ټغر غوړیدلی ، هره ورځ دې په خپل وړوکي کور کې دباروتو ناوړه لوګي تنفس کړي ، هره ورځ دې په خپل وړوکي کور کې یتیم ماشومان قرار کړي .هره ورځ دې بورې میندې په خپل سیوري کې کینولي او تسلي دې ورکړې، هره ورځ ستا دکور دیوالونه په وارد شوو نوو نوو راکټونو لګیدلي او دمرګ سلګئ یې په ډیرې بې دردئ سره ستا په لمن کې وهلي ، هره ورځ ستا بدن بیلابیلو خطرناکو ماري زهر لرونکو انسانانو چیچلی او هره ورځ ستا په وړوکي کورکې ډیری شمیر جنازې شوې .خو نن ته ولې دومره ژاړې ستا په ژړا باندې دهوا مرغان هم ژاړي ، ستا په ژړا باندې نن دوطن ټوله خاوره ژاړي .
پوهیږم چې تا دخپل راتلونکي نسل دژغورنې په موخه څومره قرباني ورکړي ،څومره سخته دې په ځان تیره کړې ، څومره دې ځآن کړولی ، تا په خپل کور کې خپلو بچو ته دا ترانې ښودلې وې او هغوی به په شوق سره دا ویلې چې :
ته خو وطن یې زمونږ
ته روح او تن یې زمونږ
ګوروکفن یې زمونږ
تا به ساتو امانت اې دافغان وطنه
وطنه ګران وطنه ، جنت نښان وطنه
خو نه ته دخپلو ګرانو بچو لپاره وطن پاتې شوې او نه چمن ، ستا په تن یې پښې کیښودې او ستا روح یې ازار کړاو هغه یې هم په امر داغیار کړ، ستا دکلي خلک نه په ګورکې ارام دي او نه په کفن کې محفوظ ، ته چا امانت ونه ساتلې او تر خپله وسه پورې درباندې هرچا ظلم وکړ، نه په چا ګران پاتې شوې او نه جنت بلکه دوزخي لمبې دې ولیدې خوبیاهم تا ورته حوصله کړې وه ، تاورته زغم کړی وو تا صبرکړی وو، خو نن ولې ته دومره ژاړې ، نن ولې ستا دژړا وریځو نه اوښکې دبحرداوبو په شان بهیږي ، نن ولې ستا دزغم اسمان په لړزیدو راغلی ، نن ولې ستا کالي په خپلو اوښکو باندې لامده دي .
زه پوهیږم ستا به دخپلو ګلالي ماشومانو هغه ترانې لا تراوسه یادې وي چې ویل یې
داوطن دی ځآن زمونږ
دا وطن ایمان زمونږ
وایي په خاپوړوکې داسې ماشومان زمونږ
دا مې دبابا وطن
دامې دلالا وطن
په مونږباندې ډیرګران دی
دا افغانستان
خو ته ځآن پاتې شوې د یوڅو لپاره او بې ځآنه شوې دډیرو لپاره ، تاته کمو ایمان درکړ او ډیرو بې ایماني ،ستا په خاوره کې کم شمیرماشومانو خاپوړې ووهلې او زیاتو په کې خپلې پښې دلاسه ورکړې .ستا په خاوره نه بابا پاتې شو او نه لالا ، ته به کمو ګران شوې خو ډیرو ویران کړې ، خو بیا هم تادچانه ګیله نه وه کړې ، چاته دې زارئ نه وې کړئ چې داسې مه کوئ ، هرڅه دې په سړه سینه زغمل خو نن داسې څه ټکه په تا پریوته چې ددې وطن سیندونه او غرونه دې په خپلې ژړا او چیغو سره ودردول او هم دې وژړول ، نن دکابل دسیند اوبه ستا په ژړا ژاړي ، دپنجشیر بهارستان ستا په ژړا خزان شو ، همیشه بهاره بې بهاره شو او ژړیږي ، اخر ولې دومره بده ورځ دې نن راخیستې ده ، زما خوږه کابل جانه مه ژاړه.
زه پوهیږم تاخپلو بچو ته په دې خاوره کې دغیرت او همت درس ورکړی ، تا په دې خاوره کې خپلو بچو ته دوفا او تکړه توب درس ورکړی ، تاخپلو بچو ته دغلیم سره دجنګ او ورته دماتې ورکولو درس ورکړی ، تا خپلو بچو ته دوطن پالنې او ملت پالنې درس ورکړی ، خو دا هم راته مالومه ده چې ستا بچو تاسره همت نه دی کړی بلکه دچوکئ په سر یې غیرت کړی دی ، ستا بچو تاسره وفا نه د ه کړې بلکه دچوکئ او منصب لپاره یې تکړه توب کړی دی ، ستا بچو ستا غلیم سره جنګ نه دی کړی بلکه ستا دغلیم په خولو یې په تا بیرته جنګ کړی دی او ته یې زخمي کړی یې ستا وفا ته یې ماتې ورکړې ده ، ستا بچو تاسره ونه پالله بلکه ستا بچو دملت زورونې لپاره ډیر کار کړی دی .
وه زما دمینې دښایست دچمن ګله ، زما کابله ته ولې دومره مړاوی شوی يې او بې رنګه یې نن ، زما کابل جانه مه ژاړه ، ولې دې په ژړا ژړا خپل ځآن ته تاوان رسوې ،
زه پوهیږم ته به پدې ژاړې چې اوس ستا ځینې بچې ستا دخاورې دویش په دسیسو کې له نورو سره یو لاسي شوي ، ستا دتجزیه کیدو خبرې کوي ، ستا ځینې بچي ستا دغلیمانو دموخو لپاره کارکوي او هغه هم دهغه غلیمانو لپاره چې تا ورسره تل دتورې جنګ کړی دی ، ستا ځینې بچي ستا دراتلونکو نسلونو لپاره ورانکاريانې کوي او ستا په منځ کې درزونه اچول غواړې ، ستا ځینې بچي ستا په غیږ کې ستا خلاف پلانونه جوړوي ، زه پوهیږم دا هرڅه ستا لپاره اوس دزغم وړ نه دي ، اوس ستا دصبر پیمانه لبریز شوې ده ، اوس ستا زړه دنور غم دبرداشت لپاره ځای نه لري ، تا ډیره حوصله وکړه چې حالات به سم شي خو حالت لا پسې نور خراب شول ، ستا دزړه شیشه کې نور روغ ځآی نه دی پاتې ، ستا سینه دومره ټپونه لري چې دنورو زخمونو لپاره پکې ځای نه دی پاتې ،
خو زه نن په جار سره دا چیغه وهم چې افرین زما کابل جانه ، سلام دي وي ستا حوصلې ته کړې دې ده ، سلام دي وي ستا زغم ته، سلام دې وي تاته چې تر اوسه دې دا هرڅه په سړه سینه زغملي وو ،
سلام دي وي تاته چې ته اوس هم دژړا په حال کې دخپلو بچوغم درسره دی او ورته په چیغو چیغو وایي چې :
دخدای دپاره دجنګونو نه لاس واخلئ !
یو بل مه وژنئ!
دغلیم دلومو مه ښکار کیږئ !
نورما مه ژړوئ !
ما نورمه وارنوئ!
مانور مه ورانوئ !