په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن خپل ځینې مطالب له سیمه ایزو ځواکونو سره د ستراتیژیکو اړیکو د لرلو لپاره د افغان دولت هڅو او د سولې د هڅو په اړه د ولسمشر کرزي د لومړي مرستیال څرګندونو ته ځانګړې کړي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې افغانستان په پام کې لري، چې له چین سره هم د ستراتیژیکو اړیکو یو سند لاسلیک کړي.
ورځپاڼې په دې اړه د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې راخیستي، چې ویلي، افغان ولسمشر به د شنګهایي په راتلونکې غونډه کې په دې اړه له چینایي مشرانو سره خبرې وکړې.
د ورځپاڼې په وینا که څه هم ښاغلي رسول وویل، چې افغان حکومت د دې لپاره یوه طرحه ترتیب کړې، خو د هغې په اړه یي کوم توضیحات ورنه کړل.
ملي باور:
ملي باور نادولتي ورځپاڼې هم له چین سره د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګولو لپاره د افغان دولت په طرحې بحث کړې او لیکلي، چې په دې اړه به د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیو کې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې وشي.
خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي، چې ایا په دې مسئله مخکې هم د دواړو خواو ترمنځ خبرې شوي او ایا کوم چوکاټ ترتیب شوې او که نه؟
خدمتګار:
خدمتګار نادولتي ورځپاڼې د افغان دولت دغه هڅې ستایلي او لیکلي، چې له سیمه ایزو ځواکونو سره د ستراتیژیکو اړیکو تړونونه به له نړېوالو ځواکونو سره د دوي د ټکر احتمال راکم کړي.
ورځپاڼې لیکلي، که افغان دولت له سیمه ایزو ځواکونو سره د ستراتیژیکو اړیکو په ټینګولو کې بریالې شي، نو دا کار به د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کړي او په امنیتي مسایلو کې به د دوي ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.
ورځپاڼې د افغان دولت دا هڅې د چین لپاره هم یو ښه فرصت بللې، څو له ځانځانۍ څخه راوځي او په نړېوال سیاست کې په ورګډیدو سره د نړۍ په امنیت کې خپل مهم رول ولوبوي.
د کابل ورځپاڼو د نننیو ګڼو پاتې مهم سرلیکونه د سولې د روانو هڅو په اړه د ولسمشر کرزي د لومړي مرستیال پرونیو څرګندونو ته ځانګړې شوي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د مارشال په حواله لیکلي، چې سوله د دوي وجیبه ده او د مخالفینو د معقولو شرایطو منلو ته تیار دي.
ورځپاڼې لیکلي، چې مارشال په ورته وخت کې دا خبردارې هم ورکړې، که مخالفین خپلو اعمالو ته دوام ورکړي، نو خلک به د دوي په وړاندې په ټینګه ودریږي.
سرنوشت:
سرنوشت هم په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه د ولسمشر کرزي د لومړي مرستیال څرګندونې راخیستي او لیکلي، چې د سولې د راتلو په هدف دولت حاضر دې، چې د خپلو مخالفینو معقول شرطونه مني.
ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلي فهیم دا هم وویل، چې وسله وال مخالفین باید د خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره سوله ایزه لاره خپله کړي، ځکه د تاوتریخوالي له لارې دوي څه نشي ترلاسه کولای.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د نړېوالې ټولنې همکاري مهمه بللې او لیکلي، چې د ستونزو د سیاسي حل موندلو ته باید زیاته پاملرنه وشي.
ورځپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د سولې د هڅو په وړاندې خنډونه تر ډیره د ګاونډیو هېوادونو او په تیره بیا د پاکستان لخوا رامنځ ته کیږي.
د ورځپاڼې په وینا که نړیواله ټولنه په یو مخیز ډول پاکستان تر فشار لاندې راولي، نو دغه هېواد به د سولې په هڅو کې مثبت رول لوبولو ته حاضر شي.