د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د ټولنيزي شورا غړى وروسته تر هغه چي د شنبې په ورځ پرمته سوى ؤ نن ئې جسد وموندل سو.
د سنګين اولسوالۍ اولسوال ښاغلى محمد شريف وايي چي وژل سوي کس راز محمد نومېږي او کمه شخصي دښمني ئې نه لرله او د نوموړي په وينا چي وسله والو طالبانو وژلى دئ.
نوموړى وايي چي راز محمد د شنبې په ورځ د کور څخه بېول سوى ؤ او نن ورځ ئې جسد وموندل سو.
د يادوني وړ ده چي وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.