دهر څه نه مخکی له ټولو نه غوښتنه کوم ، چی په کلیو بانډواو جماعتونو کی په قبله ود ریږي خپل لاسونه د رب العا لمین د ربارته جګ کړی او ووایی چی خدایه مونږ نور خپل ګاونډیان نشو زغملی نا توانه یو ته ورته هدایت وکړی که هدایت نه ورته کوی په داسی عذاب یی مبتلا کړی چی د بیچاره در په در او کړیدلو افغانانو
د زړونو نه خبر شی همدا اوس وینو، چی زمونږ په هیواد کی زمونږ د ګاونډیانو د شخصی ګټو د ترلاسه کولو په موخه ، چی زمونږ هیواد یی د وزلوبې په میدان بدل کړی زمونږ هرګاونډی غواړی، چی خوسی د ځان کړی له د امله یی داسی ورځ نه وی، چی یوه مور ،خور ،وروربه د خپلو نازولیو د ټپی کیدو، وژل کیدوپه ویر نه وی ناست د خپلو بچیانو،یا نورو د کورنۍ دغړیو په ټوټو غوښو پسی لالهانده یوه او بلی خواته منډی وهی د هغي په راټو لولو بوخت وي داسی کورنۍ به ونه مومۍ، چی په تیرو دریو لسیزو کی ،چی دا لوبه اوس هم روانه ده له امله یی د دغو جګړی تاو نه وی رسیدلی چی په ټس کی یی په زرګونو افغانانو خپل ژوند له لاس ورکړ او یو شمیر یی اړ کړل ،چی خپل کور کهول پریږ دی نورو هیوادونو ته مهاجر شول ، چی د هغو هیوا دونو چارواکی هم له دغو مهاجرینو نه د خپلو ګټو د پوره کولو لپاره تره ګټه اخلی دا ټول زمونږ د ګاونډ یانوهغه هڅی دی، چی غواړې خپلې غوښتنی په افغان حکومت ومنې که د دغو هیوادونو ګټو ته پام ونه شی په ډول ډول بوزدلانه حرکتونو او کړنو کوښښ کوی، چی خپلو موخواهدافو ته ځانونه ورسوی بد بختانه، چی د ګاونډ یانو د دغو شومو اهدافو دلاس ته راوړلو په موخه یو شمیر هیوادوال، چی خپل ځانونه یی د یو څه امتیازاتو په بد ل کی خپله کورنۍ وطن پلورلی او غواړی چی د نوروهیوادونو د ګټو لپاره کار کوی، چی دا لړۍ همدا اوس هم روانه ده تیره اونۍ دا سی خبرونه خپاره شول، چی دایرانیانو لخوا په دریمه کارته او نوی شهر کی کورونه په کرایه نیول شوی چی هره ورځ په دغو حویلیو کی د ولسی جرګی یو شمیر وکیلان ورسره وینی دهغوی سره نغدی مرستې کوی ورنه غوښتنه کوی، چی ستراتیژک تړون چی څه موده وړاندی دولسمشر حامد کرزی او د امریکا د ولسمشر او باما لخوا امضا شو چی په ضد یی په ولسې جرګه کی مخالفت وکړی خودهیواد د د ښمنانو دغه جوړشوی پلانونه په کلی توګه له منځه لاړل، چی یوشمیر خرڅ شوی وکیلان اوس هم د دغو تړون په ضد په رسنیو کی یو لړ پوجې خبری کوی غواړی چی ددغو ستراتیژیک تړون په ضد افغانان ولمسوی او یو ځل بیا یی دخپلو شخصی ګټو لپاره ترګټه واخلی زمونږ هیواد دتیر په څیر یو ځل بیا په خپل منځی جکړو کی ښکیل کړی او دغه یو شمیر خرڅ شوی افغانان دخپل عیش نوش لپاره دافغانانو په وینو تجارت وکړی خو د پام وړ خبره داده چی اوس افغانان په د ښه پوهیږی ، چی د خپلو ملی ګټو د خوند یتو ب لپاره به بیا د چا په د رغجنوغوړمالو خبرود د نورو د ګټو ښکار نه شی او غواړی چی دغه استخبارتی جګړه چی دګاونډیانو لخواروانه ده دپای ټکی کیږدی اوس ددې وخت رارسیدلی چی افغانان یوبل ته لاسونه سره ورکړی دخپل وطن دابادی په موخه مټی رابډوهی ددغو طلایی چانس نه په ښه توګه استفاده وکړی او پرې نږدې چی زمونږ دوطن دښمنان هغه که دننه یا بهر دی دخپلو شومو اهدافو دلاس ته راوړلو په خاطر افغانانو په خپل منځی جګړو کی ښکیل کړی دیوه ښه روښانه او سمسور هیواد په هیله