کور / ترخې خبري / ولسي جرګه دې خپلو دندو ته متوجه شي

ولسي جرګه دې خپلو دندو ته متوجه شي

په هېواد کې د شته ستونزو او ناخوالو يو لامل هم دندو ته توجه نه کول او يا هم د نورو په مسوليتونو کې لاسونه بلل کېږي، د تېرو لسو پرله پسې کلونو وروسته اوس هم ځينو ولاياتو هغه شان پرمختګ ونه کړ، څنګه چې ترې طمعه کېدای شوه، پدغه کتار کې پښتون مېشته ولاياتونه په سرکې ځای لري، ځکه د پښتون مېشته ولسونو ځيني استازو چې ولسي جرګې ته لار موندلې يوازې په خپلو مزو چړچو بوخت دي او ملت ته يې شاه اړولې ده، تر اوسه يې په هېواد او په ځانګړي ډول په پښتون ميشته ولاياتو کې د بنسټيزو پروژو غوښتنه نه ده کړي، د هغه څه په غبرګون يې اواز نه دی پورته کړی کوم چې د پښتون ټبر د تباهۍ او بربادۍ سبب ګرځي، د ۱۳۹۰ کال د کانکور په ازموينه کې يوازې ۲۵ سلنه پښتانه بريالي شوي وه، پداسې حال کې چې د باميانو، ډایکنډي او د غزني ولايت ځيني هزاره ميشتي ولسوالۍ اوسيدونکي ۹۹ سلنه لوړو زده کړو ته لار موندلې وه، د ۱۳۹۰ کال د کانکور په شان ۱۳۹۱ کال کانکور ازموینه هم پښتون قوم ته لوی ګزار وه، په ياده ازموینه کی هم په ټيټه درجه پښتون ژبي کامياب شول، ځيني يې مرکز کابل او ځيني نور یې بيا د نورو ولاياتو پوهنتونونو ته لار پيداکړې، مګر په تاسف سره بايد يآدونه وکړم، چې په يادوبرياليو کې په ډېر کم فيصد داسې وي، چې طب، انجينري او يا هم اقتصاد ته بريالي شوي وي، نور ټول يې ښووني روزنې، زراعت، ساينس، دارالمعلمين او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي، خو بيا هم د ولسي جرګې غړو آواز پورته نه کړو، په ۱۳۹۱ کال کې ځکه د کانګور په ازموينه کې پښتون قوم سره لویه جفا وشوه، ځکه چې د همدغه قوم په لاس او رايه ځيني داسې اشخاصو ولسي جرګې ته لارې پيدا کړې، چې یوازې په خپلو مزو چړچو لګيا ؤ او بس!! که په ولسي جرګه کې د پښتون قوم استازو لومړی د لوړو زده کړو په وزارت فشار راوستی وی تر څو په ازموينو کې د پښتونو زده کوونکو سره ظلم زياتی ونکړي، هر چا ته د هغه حق ورکړي چې وکولای شي، د خپل هېواد په جوړونه او رغونه کې د يو فعال او باسواده شخص په توګه ونډه واخلي، هېواد ته هغه شان د خدمت مصدر وګرځي څنګه چې هېواد پرې حق لري، خو دوی داسې ونه کړه، همدا وجه وه، چې د لوړو زده کړو وزارت مسولينو په ۱۳۹۱ کال کې هم پښتون ميشته ولسونو سره لويه جفا وکړه او تېر کال په شان يې يو ځل بيا پښتون قوم وځپه او په مخ يې کلک ګوزار ورکړ.
لکه څنګه چې پوهېږو يو شخص که د نن کار سبا او د سبا کار بلې ورځې ته پرېږدي، له يوې خوا به په دې کس د کار بوج زيات شي او له بلې خوا به هغه کار چې دی درېيمه ورځ کوه ترسره نشي کړی، ځکه دا به یوازې هغه کار مخ ته وړي کوم چې دې ته په غاړه دی، شايد په دوهمه ورځ هېواد په حرکت راشي او په دريمه ورځ حرکت يې ډېر ګړندی شي، مګر دی مجبوردی چې د دريو ورځو په مخکني (قرار) مزل ولاړ شي، ځکه دی ته د تېز او چټک تګ چل نه ورځي، همداسې که تېر کال زموږ يو شمېر پښتانه او با استعداده ځوانان د لوړو زده کړو څخه محروم پاتې شول، او بل کال هم ورسره لکه د تېر کال په شان رويه وشوه، تاسو فکر وکړئ، چې که نن مو هېواد حرکت ۴۰ سلنه وي، آينده کال ۶۰ سلنه شي او دريمه کال ۸۰ سلنه شي، پدغه حالاتو کې به هغه څوک ښه ځغاسته کولای شي، چې ځان يې ۸۰سلنه ته اعيار کړی وي، مګر دوه کال سر په سر پښتانه د لوړو زده کړو څخه محروم شي، آيا دوی به په دريمه کال ۸۰ سلنه اعیار وي؟ نه هيڅکله نه! دا ځکه چې دوه کال سر په سر د لوړو زده کړو څخه محروم شول، له بلې خوا هر کال د ۱۲ ټولګيو فارغين په چټکۍ سره زياتوالی مومي، ځکه هېواد مو نوی نوی په ځغاسته راغلی، او بايد په لنډ وخت کې د ګاونډيانو سيال شي، خو که هغه زده کوونکي چې دوه کال سر په سر بې نتيجي شې د هغوئ په عوض د هېواد د نورو ولاياتو اوسيدونکي په ځانګړي ډول هزاره قوم لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، ښکاره خبر ده، چې په آينده کې به دوی ته د کار کولو لومړنی حق ورکول کېږي، ځکه چې د لوړو زده کړو لرونکی به وي، او بله دا چې اوس موږ د ګاونډيانو د لاسوهني څخه نه يو خلاص، ایران تراوسه هم کوښښونه کوي، چې افغان اصيل کلتور په ايراني بې شرمه کلتور بدل کړي، ټول پوهېږو چې د ايران د ګټو ساتونکي زيات شمېر همدا هزاره قوم دی، دا چې اوس په هر تحصيلي بورس کي هم د هزاره قوم څخه زده کوونکي ځي او په کانکور کې هم بې نتيجې نه راځي، څه فکر کوئ، آينده کې به همدوی د لوړو زده کړو او د څوکيو خاوندان نه وي؟ نو که په آينده کې په ټولو لوړو پوستونو کې هزاره قوم ګمارل شوی وي، څه فکر کوئ، چې افغان کلتور په ډېر ژر په ايراني بدل نشي؟ او پښتون قوم سره به هغه ظلم زياتی بيا شروع نشي، چې پخوا يې همدغه قوم کوښښونه کړي؟ پدغه وخت کې به ايران هم په ښکاره توګه بيا پښتانه ځپي او د جواليانو په شان به ترې کار اخلي، پښتون قوم به د خپلو استازو له لاسه چې اوس په ولسي جرګه کې ناست دي، دا حالت ويني چې موږ يې پيشبيني وکړه.
يوه خبره چې بايد یادونه يې وکړم، پدغه برخه کې زموږ يو شمېر استازي چې همدا اوس په ولسي جرګه او یاهم مشرانو جرګه دي، د تحصيلي بورسونو په سر د خپل ولايت اوسيدونکو څخه پیسې اخلي، چې د تعجب وړ ده.
پدغه برخه کې دملي شورا ټول پښتانه غړي او په ځانګړي ډول په ولسي جرګه کې د لوړو زده کړو او فرهنګي چارو کميسيون دنده لري، چې د لوړو زده کړو وزارت سره ياده موضوع جدي ونیسي، ترڅو د پښتون قوم سره چې د دغه وزارت مسولينو کوم د خپل پردي چلند شروع کړی پای ومومي.
دا يوازې د لوړو زده کړو وزارت ندی، چې پښتون قوم سره يې د خپل پردي چلند شروع کړي يو شمېر نور وزارتونه او مستقل رياستونه هم شته چې په لوي لاس د پښتون قوم له منځه وړل غواړي، او په لوی لاس د دغه قوم د پرمختګ مخه ډب کوي، پدغه برخه کې ولسي او مشرانو جرګه مسوليت او دنده لري ترڅو د خپل قوم او خلکو پوښتنه وکړي، په ملي ، سيمه اييزو او نړیوالو موضوعاتو خپل نظرونه سره شريک کړي، او خپل منځي مشلکلاتو ته د پای ټکی کېږدي، پدغه صورت کې به د يو باثباته او پرمختللي هېواد څښتنان شو.