رباني وايي چې ددولت هغه سياست څخه ملاتړ کوي چې له طالبانوسره دخبرو اترو غوښتنه کوي .
برهاند الدين رباني چې دکورنيوجګړو پرمهال په کابل کې جمهوري ريس وواودامها ل په کابل کې دپخوانيو کمونستانو اويوشمير جهادي ډول څخه جوړشوي ملي جبهه جوړه شوې دهغې مشر دي .
نوموړي دافغانستان دحالاتو دڅيړلواودحل دلارو چارو دموندلو په خاطر دملي جبهې لخواپه جوړشوي کانفرانس کې پرطالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي اوخبرو اترو ته غوږ ونيسي اودسولې لاره غوره کړي .
دغه کانفرانس کې دولسمشر لومړي مرستيال احمد ضيامسعود اوديونس قانوني دولسي جرګې مشر هم حاضر وو .
په دغه کانفرانس کې دسياسي ،ټولنيزي ،سوداګريزو امنيتي چارودکارپوهانو لخوا په افغانستان کې روان حالت دښه کيدو په موخه يوه ورځني کانفرانس جوړشوي وو.
په دې کانفرانس کې دچارو کارپوهانو په حکومت نيوکه کوله چې دخلکو دملاتړپه ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي .
دغه راز دغه کارپوهانو داهم ويل چې دخالي شعارونوپرځاي دي حکومت دعملي لارو چارو څخه کار واخلي اوامنيت په ټينګښت کې دې لاس په کار شي .
نوموړي ويل چې دابايد څرګنده شي چې ددغه وضعيت لامل دبهرنيوپوځونودبمباريو له امله دي که ددولت دناکام سياسي له امله اوياهم په رښتيني دطالبانو لخواوضعه دمره خرابه شوي ده