پرون ناوخته راته ملي احساس تیلیفوني پیغام ر اولیره چې په دعامې روغتیا دخیالي روغتون په ایمرجنسی وارډ کې پروت یم او حالت مې ډیر خراب دی ، خدای شته ډیر خفه شوم او په منډه منډه راووتم ، دسرک په سر ودریدم خو کوم موټر هم رانغی ، اخر کې په یره رکشا کې کیناستم او دعامې روغتیا روغتون ته مې ځان ورساوه ، ویښتان مې هم ګډوډ وو او جامې مې هم یوڅه خیرنې وي خو زړه کې مې وویل چې نه یاره دملي احساس غوندې انډیوال پوښتنې ته ځې چې دجامو بدلولونه ډیره مهمه خبره ده .
خیالي روغتون ته چې لاړم ګورم چې دملي احساس سترګې ډیرې خرابې شوي دي ، دسترګو لاندې ځایونه یې تور تور شوی دي او داسې مالومیده چې دکلونو کلونو راهیسې بې خوبه پاتې شوی وي ، بدن یې هم داسې ضعیفه شوی ووو چې هغه دچا خبره چې په یو پوکي باندې هغه بلې خواته غورزیده ، ساه به یې په ډیر تکلیف سره باسله او او دساه کښلو وخت کې به یې دپښتو هډوکي دورایه مالومیده ، رنګ یې هم ډیر زیړ شوی وو لنډه دا چې ډیر بدحالت کې پروت وو او زما دزړه په باریکه قلعه باندې هم دژړاګانو تیزې څپې راغلي خو ځان مې ټینګ کړ او ورنزدې شوم .
ورته مې وویل چې زماګرانه وروره ولې دا تا زه په کوم حالت کې ګورم ، دې نه خوخبرووم چې په خپلو کارونو کې ډیر ستړی یې خو دومره تمه مې نه وه چې روغتیا به دې دې حالت ته رسییږي ،
ملي احساس راته په ډیر کمزوري او ضعیف ژړغوني اواز سره وویل :
های دوسته څه درته ووایم ، نور دخپلو کارونو څخه ستړی شوی یم ، دپنجشیر نه تر تورخمه ، دشمشاد نه تر پامیره هره ورځ زغلیدم رازغلیدم خو وظیفې مې هیڅ اغیزه په چا نه اچوله .یو څوورځې په کابل کې ووم په یوه وزارت کې ډیر خلک ناست وو او دملت د ټوټې ټوټې کولو خبرې یې کولې ما ورته په ذهن کې ډیرې اشارې ورکړې چې دا کار مه کوئ زمونږه ولس ډیر دردیدلی ځان ددې ببو لالې مه ښکارکوئ خو دذهن پیره دارو شیطانانو یې راباندې بریدونه شروع کړه او چا په کوتک ووهل چا په ټوپک ، چا په سوک او چا په څپیړه او ان لاتردې چې په وهلو وهلو یې دهغه له ذهن څخه رابهر کړم چې دوزارت څخه دوتو په حال کې وزیر صیب دژړا په حال کې ولیدم نو په شرابي شوڼدو یې دډالرو مرداره او خبيثه خندا وڅرخیده ، وجود مې سخت درد کاوه او په بدحالت کې ترینه راووتم ، خو څه مې کړي وای مجبور ووم چې خپلې دندې ته مې دوام ورکړای وای.
دطلوع تلویزون په خوا کې تیریدم چې ومې کتل یو څوک دداخل نه په تیلفون کې له چا سره لګیا وو او ویل یې : آقا ما خو بم ، شما فکر نکنید ما این موضوع دانشګاه وپوهنتون را خوب پخش میکنم ، فیروز باشید اقا.
چې ورغلم دطلوع تلویزون دخپرونو دمدیر ذهن ته مې وویل چې مه کوه داکار زمونږه دافغان ملت په زیان دی ولې دا ملت په نه خبرو باندې بوخت ساتئ پکارده چې تاسو ددې ستونزې دحل لپاره کار وکړئ او تاسو یې نوره هم خرابوئ ، دهغه دذهن شیطانو سکرتران راته فورا په غصه شول او ویې ویل ته خبر یې مدیر صیب ته ددې بدل کې دایران سفارت څومره پیسې ورکوي ، دمدیر صیب دکور ټول سامان ورته دایران سفیر اخستی او دا تلویزون هم دایران په پیسو چلیږي ته مونږته دغدارئ او نمک حرامئ لارښوونه کوې او دهمدې سره یې راباندې راباندې کړل او دومره یې ووهلم چې له اخ وتوخه یې وباسلم او راویې شړلم .
همداسې سرګردانه سرګردانه دپرواز له لارې هرات ته لاړم چې څنګه ورسیدم نو لوکسه ودانئ مې ولیده چې په کې خندا ګانې وې او یو بل ته یې ویل چې غم مه کوئ دافغانستان ټوله بريښنا به همدلته راځي او ولاکه یې نور ولایتونه رانه په اسانه وګورئ ، ماورته چغې شروع کړې چې دخدای دپاره داسې ولې وایئ ټول افغانستان ستاسو کور دی ، تاسو باید دټول افغانستان خیروغواړئ نه دا چې داسې خبرې وکړئ چې نور ولایتونه دې خدای غرق کړي بس چې مونږه پاتې یو دابس ده .وای وای دتورن ذهنئ شیطانو ساتونکو دومره وټکولم چې هغه دچا خبره پښتئ یې راته ماتې کړې او په کنځلو کنځلو یې راوباسلم او اخر کې یې بیایو څو لغتې ووهلم او رانه لاړه .
دهرات نه مې زړه تور شو لاړم مزار ته او سهار ناوخته ورسیدم ، دیوې سترې ودانې مخې ته تیریدم چې ګورم یوښاغلی چې ډیر خلک یې راغوڼډکړي دي او بیا بیا غاړې تازه کوي او داسې لګیادی وایي : این اوغان ها سرماوشما بسیار ظلم کرده وحالی هم میخواهد که سرماوشما حکومت بکند،ما وشما باید کوشش کنیم که سرباز خودراصاحب منصب، صاحب منصب خودرا جنرال کنیم و درمقابل این اوغانها( پشتوزبانها) باید ماوشما یکدست باشیم.
دا خبره چې مې واوریده راباندې تبه راغله دنوموړي زړه او ذهن ته مې وویل چې ته خو چې کابل کې په خبري کنفرانسونو کې غږیږی ډیرې ښې خبرې کوې اوس ولې دا تعصبي بنسټونه ږدې او دافغانانو ترمنځ دیونوي قاتلستان پرانستل غواړي ، ټول افغانان ددې هیواد تبع دي او دپرمختګ حق لري خو چې وړوي ، ګوندونه او ژب پرستي وقوم پرستي باید دې شیانو کې مطرح نه شي.دې خبرې اوریدو سره یې داسې وهل راکړل چې لاتراوسه مې هډوکي خوږیږي او همداسې خفه او لالهانده ننګرهار ته راغلم چې څنګه درونټې ته داخل شوم دننګرهار پوهنتون نه راته دورایه ګډوډي ښکاره شوه او ګورم چې نه محصلین خپل مسوولیت سرته رسوي او نه ډیری استاذان ، دوی ته مې هم ډیرې خبرې وکړې او سرمې ورته خوږ کړ خو ولاکه چا ری هم وهلای وي ، په ګمرک ، دطورخم جلال اباد په لویه لارپه ترانسپورتي رسمي خونو او همدارنګه په طورخم سرحد ي سیمه کې هغه څه ولیدل چې زما له نګاه نه ورته کفر ویلای شو هریویو کس ته مې نصیحتونه وکړه چا په سپکو سپور وشړلم چا په کوتک ووهلم ، چا په تیږو او چا په لغتو ، او نن دا دی حالت مې ګورې چې ایله دلته په داسې حالت کې رارسیدلی یم دلته یې هم اول جعلي بدله ستنه راته ووهله چې حالت یې راته دنورو نه هم بدتر کړ.
دملي احساس دا قیصه مې چې واوریده نو ډیر یې خواشینی کړم او ویې ژړولم او ورته حوصله مې ورکړه چې خدای مهربانه دی مه وارخطاکیږه ، خدای به په خپل فضل دا نظام جوړ او اصلاحات به پکې راولي ، شته په دې نظام کې شازلمي شته چې هڅه کوي ستا دروغتیا لپاره کاروکړي او خلک دې ته اماده کړي چې ستا خبرې ومني خو داکار به وخت نیسي ، داخبرې چې مې ورته وکړې نو دملي احساس په سترګو کې مې دامید یوه ځلا ولیده او ورویې سر بیرته په بالښت کیښود.