د افغانستان ولسي جرګې د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيک تړون نن د مې پر ٢٦ – مه د رايو په اکثريت سره تصويب کړ.
د بي، بي، سي پښتو څانګه د ولسي جرګې د مشر له خولې وايي چي د جرګې له شاوخوا ٢٠٠ حاضرو کسانو څخه يوازي پنځو تنو د دې تړون مخالفت وکړ.
دغه تړون چي درې هفتې دمخه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او امريکا د ولسمشر باراک اوباما ترمنځ په کابل کي لاسليک سوى وو، له مخي به يې امريکا تر ٢٠٢٤ کال پوري له افغانستان سره سياسي، پوځي او اقتصادي مرستي کوي.
افغانستان تر دې دمخه له اسټراليا، اېټاليا، فرانسې، جرمني، هندوستان، او برتانيې سره هم ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي دي.