په جنوب ختيڅو ولايتونو كې د ناټو څواكونو نوى قوماندان :
له افغان حكومت سره د اداري فساد په مخنيوي كې مرسته كوو
په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو نويو ځواكونو نوي قوماندان ډګروال johnson، نن د نوې دندې د اخستو پر مهال وويل چې ټول پوځي عمليات به له افغان ځواكونو سره په ګډه ترسره كړي او له خلكو سره د مرستو كولو لړۍ جاري وساتي او په ځينو ناارامه ولسواليو كې به د امن راوستو هڅې ګړندۍ كړي.
د يو سل يوې 101 فرقې څلورمې فراشوټي لوا ، د شااوخوا شپږو زرو امريكايي سرتېرو قوماندان ډګروال جانسن، نن په خوست كې د صحراباغ په نوم د ناټو څواكونو په ستره پوځي هډه كې، له پخوانۍ لوا د واك اخېستو په غونډه كې غږيده
دا هم وويل، چې دى او ځواكونه به يې د پخوانۍ لوا كړنې تعقيب كړي او د امنيت راوستنې ترڅنګ به د بيارغونې كارونه هم، لكه چې دي، روان وساتي.
ده وويل (( له افغان حكومت سره به د اداري فساد په مخنيوي كې هم مرسته وكړي