د تېرو څو کلونو راهیسې د ګران افغانستان په هکله په عمومي توګه او د افغانستان د خاورې د تاریخي بشپړتیا په هکله په ځانګړی توګه ډېرې هلې ځلې تر سترګو کیږي. د مثال په توګه د ازاد افغانستان ځوانان که هر چیرته دی ډیر په ډکه خوله او په کلکه ژمنه د لر او بر د یووالي خبره کوي. او د نړئ په ټولو هیوادونو کې د لر او بر توپير ورک شوې دی، که ریستورانت ته ورشې، که په اورګادي کې خې، خامخا به ووینې چې د پکتیا ځوانان به د پیښور د ملګرو سره څنګ په څنګ ناست وي. د کندهاري په میلمستیا کې به د مردان صوابئ، کوئټې ، ږوب خلک لکه د کوربنو ښکته پورته کیږي. که چیرته غونډې ته ولاړ شې نو هم د لر او بر ځوانان به څنګ په څنګ وي. دا خبره هر چا منلې ده او د هر افغان په زړه لیکلې ده چې افغانستان د امو نه تر جهلمه د افغانانو کور دی. او دغه کور ګاونډیانو وران کړی دی. بیا په ځانګړې توګه پنجابي او ایراني مدام د افغانانو وینې توې کړې دي. کومه خاوره چې فېرنګي د افغانستان نه بیله کړی ده او بیا پنجابي ټوټې ټوټې ساتلې ده هغه یوه برخه مینځنې پښتونخوا ده چې د مهمند، خیبر، باجوړ، کرمې، اورکزۍ، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان سیمې دي، دویمه د خیبر پښتونخوا سیمه ده، دریمه د بلوچ پښتون ایالت کې د افغان تاریخي خاوره ده او څلورمه د اټک او ميانوالي سیمې دي چې پنجابی له پنجاب سره ګډې کړې دي. چې څومره افغانان دي دومره يي ټولنې جوړې کړې دی. او د یوې ټولنې په اخلاص او افغانیت شک کول زه لویه ګناه کڼم. خو د یویشتمې پیړئ په سیاست کې ، د هغې په اړینو خویونو کې، او د مبارزې په لارو چارو کې دغه ټولنې او ګوندونه هدف نه پیژني او نه ورته د رسیدلو داسې ستراتیژي لري چې د وخت، زمان او مکان، چاپیریال او د سیمې د تاریخي ارزښتونو سره سمون خوري. لومړې به نظر واچوو چې په مینځنې پښتونخوا کې څه روانه ده. په زرګونو هغه عرب او عجم چې د افغانستان د جګړې لپاره سیمې ته راوستل شوي و او بیا په پاکستان کې روزل شوي و د هغه مجرمینو په مشرئ کې چې د مصر په زندانونو کې د اعدام په سزا محکوم و د تېرو لسو کلونو راهیسې لګیا دي د پښتنو د سر مشران بې توره بې پوره وژني. د نیمې نه زیاتو خلکو کډې کړي دي او چې کوم پاتې دي هغوي لکه د برامته سوو خلکو ژوند کوي. دغه د نامې جامې خاوند ، درانه پښتانه چې په خویونو نن هم تر مهذبو خلکو ښه دي د پنجابي میډیا له خوا نړئ ته د ترهګر په نامه ورپیژندل کیږي، مکتبونه يي په بمونو الوزول کیږي او جنازې او جرګې يي هم د مرګ لومې جوړې شوې دي.
په خیبر پښتونخوا کې هم د مرګ لوبه روانه ده او کله د سوات خلک کډه په سر روان وي نو کله د بونیر، د نوښار او پېښور تر مینځ جلوزو کیمپ چې د ازاد وطن د کډوالو لپاره جوړ شوې و لا تر اوسه کله د خیبر په کډوالو ودن ساتل کیږي نو کله د باجوړ. اسلام اباد یو خوا د دغه کیمپونو په نامه د نړیوالو مزرستې تر لاسه کوي نو بل خوا د پښتون افغان ملي درناوې، ناموس او غیرت په ډیره برنډه توګه خڅي کوي.
دریمه د پښتون بلوچ ایالت واک بیخي د پنجاب پوځ په خپل لاس کې ساتلی دی او د پښتانه قدرتي زیرمې په دواړو لاسو لوتي او پنجاب ته يي راچلوي. نه سړک شته نه درملنه، نه مکتب شته نه روزګار. هغه پښتانه چې د زمکو خاوندان وو هغوي ته د اوبو داسې ستونزې جوړې کړل شوي دي چې شنه باغونه يه وچو دښتو بدل شوي دي. بیا د بلوچو ملت پالو په نامه هغه پښتانه چې د ترانسپورت دنده کوي په بلوچو سیمو کې تښتول کیږي وژل کیږي. که د په لاره کې ونه وېل شي نو په کراچئ کې د پاکستان واکدارانو داسې یو قاتل سازمان جوړ کړی دی چې هم د پښتنو په کاروبارونو بریدونه کوي او په کورونو. په زرګونو پښتانه وژل کیږي خو نه يي پولیس راپور لیکلي نه يي عدلیه تپوس کوي.
څلورمه او خطرناکه خبره دا ده چې د پښتنو دغه څلور واړه سیمې د افغانستان د ړنګولو لپاره د مورچل په توګه کارول کیږي. د ترهګرو د روزنې مرکزونه په دغه محکومه افغان خاوره جوړ کړل شوي دی. او کوم پښتون افغان چې د دغه مرکزونو خلاف خله پرانیزې نو د تل لپاره يي خله تړل کیږي. عربانو ، چیچنو ، ازبکو او پنجابیانو خپل د زندانونو هغه بندیان چې د مرګ او عمري بند په سزا محکوم ول راخوښي کړي دي او د پښتنو افغانانو بچي ورباندې وژني. ځینو خو بیا په زوره د ځینو پښتنو کونډو سره ودونه هم کړي دي.
په دی حالاتو کې د لر او بر افغان په لیکوالانو ، پوهانو او ملت پالو ځوانانو ډیره لویه ذمه واري راځي. خو تش د ذمه وارئ منل یا نمانځل یا خلکو ته ویل زموږ ستونزې نه حل کوي. دا لومړئ یوې بربندې موخې یا هدف ټاکلو ته اړتیا لري. چې هغه د ازاد افغانستان دفاع ده. دویمه موخه په غلامه افغان خاوره پېښور او کوئټه کې د پښتنو ملت پال سازمانونه تقویه کول او د هغوي په هر ډګر که مالي وي، که قلمي وي که اخلاقي وي ملاتړ کول. پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې محمود خان اڅکزي په مشرئ کې د دتېرو دېرشو کلونو راهېسې د ازاد افغانستان دفاع کوي ورو ورو په جنوبي پښتونخوا کې نه یواځې خپلې پښې غښتلې کړي دي بلکه نوې ځوانه مشرتابه يي ډیر په بریالي توب سره میدان ته اچولې ده. د پښتونخوا میپ ځوان قیادت ډېرې غټې تاریخي غونډې وکړلې چې د اولس په زرګونو نفر يي ځان ته راجلب کړل. دا اولس په خپله مینه او په خپلو پیسو د پښتونخوا میپ غونډو ته راځي او دا د تنظیم او ښکاره هدف په اساس د پښتونخوا میپ ملګرتیا کوي. که د لر او بر ملت پال او وطن پال قوتونه د پښتونخوا میپ سره کمک وکړي نو هغوي کولې چې د افغانستان خلاف د مورچل په توګه کاریدونکې پېښور په یو افغانستان ساتونکي ډګر بدل کړي. په پېښور کې د لکهونو په شمېر کې د ازاد وطن کډوال وروڼه ژوند کوي. خو دوي به د تنظیم او ټاکلي مرام لپاره د سازمان کېدلو تریخ ګوټ خامخا تېره وي. بې د سازمان کېدلو او د بربنډ هدف څخه پرته بله لاره نشته. مهمه خبره دا ده چې د لر او بر افغان ځوانان به د ملت په نامه ، د ملت لپاره د نړئ په هر ګوټ کې سره لاس یو کوي، تر څو چې د پېښور او کوئتې واک د سازمان شوو او روزولو ملت پالو لاس ته نه دی راغلې پنجابی به پښتنه خاوره د افغانستان په ضد کاره وي. د وخت ضرورت دا دی چې د لر او بر ځوانان یو بل ته نېږدی شي، سره لاسونه ، زړونه، فکرونه او مبارزه یوه کړي او نړئ ته د افغان مظلومیت، په افغان روان جبر او ناروا په ډاګه کړي. که په یوه ورځ د لر او بر افغان وطن ځوانان د نړئ په هر هېواد کې د هغه هېوادونو د سفارت مخې ته لاریونه وکړي کوم چې په افغانستان کې بربنډه لاس وهنه کوي، کوم چې په کراچئ کې پښتانه افغانان او په کوئټه کې هزاره افغانان وژني دا به نړئ ته یو نوې پیغام وي او نړئ نه شي کولې د افغانانو خبرداری د پامه وغورځوي. لاریون، لیکنې، یادشتې لیکونه سفارتونو ته ورکول، د خپلو سیمو د پارلیمان ممبرانو ته ورتلل او د خپل وطن په هکله ورته ویل هغه اسانې لارې دی چې په بهر کې میشت افغانان يي کولې شي. مهذبه نړئ خبرول او د پخواني قبائلي غرور او زور نه راوتل د هر ملت پال افغان خويي جوړېدل د وطن ضرورت دی.