په 9 مئى 2012ء د خداے بخښلى اجمل خټک صاحب په جوړېدونکي مزار کښې د تخريب کارو له خوا چې کومه بم چاؤدنه وشوه، د دې ناوړه کار چې هر څومره غندنه وشي کمه به وي ځکه چې اجمل صاحب لکه د خوشحال بابا، باچا خان بابا او خان شهيد د ټول پښتون قام د وحدت، يو والي، ورورولۍ ، سر لوړۍ، امن پسندۍ، روادارۍ، انسان دوستۍ، علم دوستۍ، ترقي پسندۍ او د پښتني ټولنې د مثبتو قدرونو او پښتونولۍ او ازادۍ يو جوت علامت دے ، دا علامت د پښتنو په زړونو او ذهنونو کښې نقش دے، دا علامت د هغوي د روښانه فکر په شکل کښې ځلؤنه او پښتنو ته لار ښودنه کوي، د هغوي د عملي ژوند ژوندي مثالونه د هغوي فکر او د بېدارۍ غږ چې د هغوي “د غېرت چغه” او د نورو د شاعرۍ او نثر کتابونو او تقريرونو کښې موجود دے ، هغه تصوير څوک په تخريب کارۍ، په بمونو ورانولے نۀ شي، د دې نه مخکښې هم دې تخريب کارانو د رحمان بابا عليه رحمت، او د حمزه بابا په مزارونو کښې بم چاؤدنې کړې وې، نو دوي دې د ځانونو نه تپوس وکړي، چې دوي د دې ناوړه عمل په نتيجه کښې څۀ حاصل کړل؟
د دوي د تخريب کارۍ د هر عمل په نتيجه او رد عمل کښې د خلقو په زړونو کښې د دوي خلاف نفرت لا سېوا کېږى، وخت راغلے دے چې د پښتنو مشران خپلو کښې سره جرګه شى چې د دې تخريب کارۍ مخ نيوې به څنګه کېږي ؟
په يو ملک کښې چې د دواؤ درځنو نه زيات عسکري تنظيمونه ، جېشونه، سپاه او لښکرې په هر قسمه جديده وسله پور لګيا وي، ښۀ په ښکاره غونډې او جلسې کوي، خلق تخريب کارۍ او تشدد کولوته رابلي او چې ځنو عسکري تنظيمونو ته د ځنو ادارو او اېجنسو سرپرستي او د ځنو نيم مذهبي، نيم سياسي پارټو ( ګوندونو) حمايت هم حاصل وي نو په داسې ملک کښې امن قائمول ډېر ګران شوي دي خوناممکن نۀ دي خو کۀ د قام مشران په سنجيدګۍسره او په صدق سره خپلو کښې مرکه شي او ددې دلدل نه د پښتون قام د راوېستلو دپاره عملي قدمونه پورته کړي.